نړۍ

په عراق کې د ترافیکي پېښې له امله د څلورو افغانانو په ګډون نولس تنه مړه شول

په عراق کې د ایران د سرې میاشتې ټولنې د عملیاتو د کنټرول مرکز رییس وايي چې د شپې په ۱۱:۳۰ دقیقو د عراق بلد ښار ته څېرمه سامرا ښار ته د کاظمین پر سړک د ایرانیو او افغان مسافرو د دوو موټرو د ټکر له ا مله نولس تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شول.

ایرانیو رسنیو رپوټ ورکړی چې د دې پېښې له نولسو مړو ۱۲ تنه یې ایرانیان، څلور افغانان او درې عراقیان دي.

ددغې ترافیکي پېښې ټپيان چې اوه ایرانیان او ۴ افغانان دي د عراق د بلد ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.

عراق په وروستیو ورځو کې د نړۍ د میلیونونه شیعه وګړو کوربه دی چې د اربعین مراسمو د ترسره کولو لپاره یې دغه هېواد ته سفر کړی دی.