افغانستان

د کونړ کروندګر: سېلابونو ځمکو ته زیان رسولی او د اوبو کانالونه یې ویجاړ کړي دي

د کونړ ولایت د سالار تاریخي کانال چې د دې ولایت کابو درې زره جریبه ځمکه یې خړوبوله، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ددغه کانال ځینې برخې ویجاړې شوې دي.

کروندګر ګل رحمان وايي: «سېلابونه راغلل، ورښتونه وشول او ږلۍ چې واورېدې ډېرې خرابۍ یې پېښې کړې، یو ځای نه بلکې لسګونه ځایونه یې تخریب کړي دي.»

د دې ولایت اوسېدونکي له مرستندویه بنسټونو غواړي چې د دغه کانال د رغولو لپاره ورسره مرسته وکړي.

یو بل کروندګر میا الرسول وايي: «له دولت څخه د ټولو خلکو غوښتنه دا ده چې د استقامتي دېوالونو په برخه کې له خلکو مرسته وغواړي او ورته رسېدنه وکړي.»

په کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین هم دا ستونزې تاییدوي.

د کونړ د کرنې ریاست مسوول دوست محمد حنفي وايي: «موږ پېښو ته د رسېدنې له ریاست و همداراز ددې ولایت له ښاروالۍ کار اخیستی او له هغوی سره مو همکاري  کړې ده. له موسسو څخه مو هم د مرستې غوښتنه کړې او دوی هم راسره همکاري کړې ده.»

سېلابونو نه یوازې په کونړ بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم کروندګرو ته زیانونه اړولي دي.

د سېلابونو ترڅنګ د ملخانو یرغل په تېره بیا په شمالي ولایتونو کې کروندګر سخت زیانمن کړي دي.