نړۍ

په تاجکستان کې د سخت باران له  امله دیارلس تنه مړه شول

په تاجکستان کې د سخت ورښت له امله لږترلږه دیارلس تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې یوولس تنه د دوشنبې په وحدت ښارګوټي کې او دوه نور په رودکي ولسوالۍ کې مړه شوي دي.

د تاجکستان دولت هم هڅه کوي چې د قربانیانو د کورنیو لپاره مرستې برابرې کړي.

له بلې خوا، د یکشنبې په ورځ هم سخت باران د دوشنبې ـ خُجند لویې لارې ته زیان رسولی دی.