نړۍ

زلنسکي: که اروپا مالي ملاتړ وکړي؛ کي‌يف ټاکنې ترسره کولای شي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په ۲۰۲۴ کال کې د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د یوه امریکايي سناتور د غوښتنې په ځواب کې ویلي، که لوېدیځ هېوادونه یې د لګښت په ورکولو کې همکاري وکړي، کي‌یف ټاکنې ترسره کولای شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل په اوسني وخت کې شوني نه دي، ځکه په اوکراین کې پوځي حکومت واکمن دی او په هرو ۹۰ ورځو کې تمدیدېږي.

دا په داسې حال کې دي چې یو شمېر لوړپوړو امریکايي قانون جوړوونکو تېره اونۍ کي‌یف ته سفر وکړ.

سناتور لیندسي ګراهام د روسي ځواکونو په وړاندې د اوکرایني پوځیانو د مقاومت په ستایلو سره ویلي و چې کي‌يف باید د جګړې پرمهال د ټاکنو په ترسره کولو خپل بل ډول والی وښيي.

زلنسکي له ۱+۱ ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې ویلي چې هغه په دې اړه له ښاغلي ګراهام سره د بودیجې او د قانون د بدلون په شان مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د اوکراین ولسمشر ویلي: «هغه ته مې وویل که حاضر یې چې پنځه میلیارد ډالر ما ته راکړې. زما په نظر دا هغه اندازه پیسې دي چې د سولې پرمهال د ټاکنو ترسره کولو لپاره ورته اړتیا ده، زه نه پوهېږم چې د جګړې په وخت کې څومره پیسو ته اړتیا ده، له دې امله هغه ته مې وویل که امریکا او اروپا مالي ملاتړ وکړي.»

هغه زیاته کړه: «دلته موږ په ډېری موردونو کې اروپا ته اړتیا لرو چې له موږ سره مرسته وکړي، ځکه اوکراینیان اوسمهال په اروپايي ټولنه کې تر ټولو زیات کډوال تشکیلوي او موږ باید هلته مناسب فرصتونه برابر کړو ترڅو خلک د رایو مرکزونو ته ولاړ شي. موږ دا ډول بنسټیز امکانات نه لرو، اوه میلیون تنه باید رایه ورکړي، موږ هرې رایې ته اړتیا لرو.»

دا مرکه د یکشنبې په ورځ د اوکراین د ولسمشر دفتر په یوټیوب چینل کې خپره شوې ده.