ورزش

په کافا سیالیو کې د افغانستان د ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې د لوبو پای

د افغانستان له اوولس کلنۍ کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د ازبکستان په وړاندې د ماتې په زغملو د آسیا د مرکز (کافا) سیالیو درېیم ځای خپل کړ.

د ایران د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې هم د یکشنبې په شپه د تاجکستان ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو دوهم بری ترلاسه کړ او له افغانستان سره یې خپل امتیاز برابر کړ او د افغانستان په وړاندې د ماتې له امله، همداراز د دغو لوبو په څلورم ځای کې پاتې شوه.

افغان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ. تاجکستان د لوبو اتلولي خپله کړه او ازبکستان په دغو لوبو کې دوهم شو.

د قرغزستان له اوولس کلنۍ کم عمره فوټبال ملي لوبډلې ددغو سیالیو پنځم ځای خپل کړ.

د افغانستان د ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې په دوو بریاوو او دوو ماتو سره د دغو لوبو درېیم مقام خپل کړ.