ښځې

درې افغان نجونې محصلینې دوبۍ ته ورسېدې

د الحبتور خیریه بنسټ رییس نن راپور ورکړ، درې تنه نجونې زده کوونکې نن دوبۍ ته ورسېدې او ټاکل شوې دوی د خپلو زده کړو بهیر ددغه بنسټ په ملاتړ د دوبۍ په پوهنتون کې پيل کړي.

د چهارشنبې په ورځ الحبتور خیریه بنسټ اعلان وکړ چې طالبانو متحده عربي اماراتو ته د کابو سلو زده کوونکو د سفر مخنیوی کړی دی.

ټاکل شوې وه دا زده کوونکې د تحصیل لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړې شي. اوس د طالبانو دا کار له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ملګروملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیالې دا اقدام سخت د اندېښنې وړ بللی.

د ملګروملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیاله فلورنسیا سوتو نینو وايي: «زده کړه یو اساسي حق دی چې ډېر حیاتي دی او ښځې حق لري چې نه یوازې باید ترې برخمې وي، بلکې دا د دوی د اساسي حقونو یوه برخه ده او موږ به د ښځو له حقونو لازیاتې دفاع ته دوام ورکړو ځکه افغانستان د ښځو له بشپړ ګډون پرته پرمختګ نه شي کولای. دا واقعا خواشینونکې خبره ده هغه ښځې چې غواړي خپلو حقونو کار واخلي ددې کار له ترسره کولو منع کېږي.»

په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق هم د طالبانو دا اقدام غیراسلامي او له اسلامي ارزښتونو لیرې بللی دی.

ښاغلی فایق وايي: «افغانان واقعا د ښځو او نجونو د زده کړو لپاره ستاسو له هڅو، سخاوت او ملاتړه ستاینه کوي. موږ پوهېږو چې د طالبانو له خوا دا اقدام غیراسلامي، غیرانساني او په تورتم او جهالت کې د افغانستان د خلکو د ساتلو لپاره روښانه اقدام دی.»

د مخکیني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي چې طالبانو افغانستان د جاهلیت وخت ته ستون کړی دی.

ښاغلی صالح زیاتوي: «هند سپوږمۍ ته لاسرسی پیدا کړ او هلته ورسېد. خو طالب افغانستان د جاهلیت پېر ته ستون کړ. د ښوونځيو دروازې یې وتړلې او پرون یې زموږ څو خویندو ته چې د محرم په لرلو سره یې د زده کړو لپاره سفر کاوه هم د زده کړو اجازه ورنه کړه.»

په تولنیزو رسنیو کې هم ښځو او نجونو یو ځل بیا له نړۍ غوښتي پر طالبانو فشار راوړي ترڅو ټول محدودیتونه لغوه کړي.

له دې سره سره طالبانو تراوسه په دې اړه چې ولې یې ددغو نجونو زده کوونکو د سفر مخه نیولې جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی راکړی.

الحبتور خیریه بنسټ د طالبانو دا کار سخت د ناهیلۍ وړ بللی دی.