ښځې

طالبانو ۸ نیول شوې ښځې له څو ساعتونو وروسته خوشې کړې

د افغانستان ښځو د یووالي غورځنګ وايي، چې طالبانو د دې غورځنګ اته غړې کابل کې له نیولو څو ساعته وروسته خوشې کړې.

د افغان مېرمنو د یووالي غورځنګ دوشنبه د زمري پر ۳۰ نېټه په یوه اعلامیه کې چې پر ایکس ټولنیزه شبکه یې خپره کړه لیکلي و، چې د دې غورځنګ غړې د خلکو له خوا له ګډې عدالت غوښتنې وروسته د طالبانو له بند څخه خوشې شوې دي.

د ویلو ده، طالب جنګیالیو چې تر اوسه روښانه نه چې د دې ډلې د کومې ادارې اړوند وو یکشنبه ماښام د زمري پر ۲۹ نېټه دا اته ښځې د کابل ښار د خیرخانې سیمې له یوه سرپټي ځای څخه ونیولې.

د دغو ښځو د هویت په اړه کره معلومات نشته، خو ویل کېږي چې دا ښځې هاجر، خاټول، لیمه، فریده محب، حسنا او درې نورې وې.

دغې سرچینې زیاته کړې وه: «نجونې راټولې شوې وې ترڅو پروګرام جوړ کړي، خو کوڅه کلابنده وه او ونه‌توانېدې چې له سیمې ولاړې شي.»

د سرچینې په وینا، د هوا له تیاره کېدو وروسته طالبان کور ته دننه شول او ښځې او نجونې یې ونیولې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، کله‌ناکله د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو غونډې چې د دې ډلې له سیاستونو سره د مخالفت ښودلو په موخه سره غونډېږي ګډوډوي او هغوی نیسي او شکنجه کوي یې.