سویلي آسیا

د پاکستان په فیصل آباد کې د تېلو له ټانکر سره د مسافر وړونکي بس د ټکر له  امله ۱۶ تنه مړه شول

د پاکستان د فیصل آباد پر لویه لاره د تېلو له ټانکر سره د مسافر وړونکي بس د ټکر له امله لږ ترلږه ۱۶ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شول.

ځایي چارواکو ویلي، په دغه بس موټر کې ۳۵ تر ۴۰ تنه سپاره وو او له ټکر وروسته یې اور واخیست.

د فیصل آباد پر لاره دا پېښه د یکشنبې سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې شوې ده.

ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او پېښې ټپیان د فیصل آباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ویل کېږي چې د څلورو ټپیانو وضعیت نازک دی.

ددغه هېواد چارواکو همداراز ویلي چې له بس موټر څخه چې اتلس مړي ایستل شوي د پېژندلو وړ نه دي او له ډي ان اې آزموینو وروسته به وپېژندل شي.

د پاکستان پر لویو لارو ترافیکي پېښې تل د وګړو ژوند اخلي.

تېره میاشت هم د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون پنځو تنو له هغې وروسته ژوند له لاسه ورکړ چې د پنجاب ایالت په فاضل پور سیمه کې یو مسافر وړونکی موټر چپه شو او څه د پاسه شل تنه نور ټپيان شول.