افغانستان روغتیا

د افغانستان د روغتیا له برخې د ملاتړ لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنۍ مرستې غوښتنه

د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې او په هېواد کې یې د روغتیايي بېړني حالت خبرداری ورکړی دی.

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین له امله د بودیجې له کمښت سره مخ دی او ۱۲۵ میلیونه ډالرو اضافي بودیجې ته اړتیا لري.

په دغه اعلامیه خبرداری ورکړل شوی چې که د اړتیا وړ بودیجه چمتو نه شي په افغانستان کې به اته ملیونه خلک د ژوند ژغورنې خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان له مرستندویانو غواړي چې د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره په بېړنۍ توګه بودیجه زیاته کړي.

دغه سازمان اعلان کړی، چې افغانستان د بې ثباتۍ، وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله له اوږدمهاله بشري ناورین سره مخ دی او میلیونونه خلک په تېره بیا په لرو پرتو سیمو کې د بې وزلۍ، روغتیايي خدمتونو او خوړو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.

د نړیوال روغتیا سازمان عمومي رییس ټیډروس اډهانوم ګیبریسوس وايي: «په افغانستان کې وضعیت نازک دی او د روغتیایي کارکوونکو او امکاناتو د ملاتړ لپاره د سرچینو او تمویل نشتوالی د بې شمېره خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي. ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیان ویني. زه له بسپنه ورکوونکو غواړم چې سخاوتمندانه مرسته وکړي ترڅو وکولی شو د ژغورنې کارونو ته دوام ورکړو.»

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که د اړتیا وړ بودجه چمتو نه شي، اته میلیونه خلک به د ژوند ژغورونې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی ونه لري او ۴۵۰ زره کسان به د رواني ناروغیو له خدمتونو بې برخې شي.
دغه سازمان اعلان کړی، چې افغانستان د خوراکي توکو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دی.

د خوړو نړیوال سازمان وايي، که د روغتیت په برخه کې د افغانستان ملاتړ ونه شي، ښځې او ماشومان به ډېر زیانمن شي او زیانمن به په لرو پرتو سیمو کې نور هم زیات شي او د دغه هېواد وګړو ته به ناوړه پایلې ولري.

د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ اوسمهال په افغانستان کې ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روغتیا په برخه کې د دې سازمان موخه څلور میلیونه وګړو ته مرستې رسول دي چې په کې اوه نیم میلیونه ماشومان او څه باندې درې میلیونه ښځې شاملې دي.