نړۍ

ډومینیکن کې د چاودنې تلفات ۲۷ تنو ته ورسېدل

د ډومینیکن په سن کریستوبال ښار کې د دوشنبې ورځې د تلفاتو شمېر ۲۷ تنو ته زیاتوالی موندلی دی.

مرستندویه ځواکونه، سرتېري او اوروژونکي لا هم د چاودنې سیمه د قربانیانو د موندلو لپاره پلټي.

یو شمېر خلک هم د خپلو کورنیو غړو د موندلو لپاره د روغتونونو مخې ته غونډ شوي دي.

د دې پېښې د قربانیانو یو له خپلوانو وايي: «موږ د روغتون شاوخوا سیمه په سمه توګه وپلټله، خو هغه څوک چې په لټه کې یې یو، تر اوسه نه دی موندل شوی. د یوه بل خپلوان له خوا مو ورته لېږل شوی پیغام ښيي چې پرون یې هغه لیدلی دی، که څه هم هغه تر اوسه بې‌درکه دی. موږ یو له قربانیانو چې بدن یې سوځېدلی او ځینې غړي یې مات شوي وو وکاته، خو هویت یې له هغه چا سره چې موږ یې په لټه کې یو سمون نه خوري.»

تر اوسه د چاودنې لامل نه دی روښانه شوی. د دې هېواد د مرکزي عملیاتو ادارې له چاودنې وروسته د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په دې پېښه کې ۵۹ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

کابو ۵۰۰ تنه او ۳۲ امبولانسونه د خلکو د ژغورنې لپاره سیمې ته لېږل شوي دي.

د دغه هېواد چارواکو د دې چاودنې د لامل په اړه څېړنې پیل کړې دي.