ښځې

د مریم کیسه؛ هغه نجلۍ چې د طالبانو محدودیتونو یې ژوند بدل کړ

د طالبانو د واکمنۍ له دوه کالنۍ سره مهاله، یو شمېر ښځې او نجونې وايي چې په خورا بدو شرایطو کې ژوند کوي او د هرې ورځې په تېرېدو ماتېږي.

دغه ښځې او نجونې وايي، چې د زده کړو له دوام پاتې شوز، دندې يې له لاسه ورکړې او اوس د زندانیانو په څېر ژوند کوي.

اووه ويشت کلنې مريم د طالبانو له واکمنۍ مخکې په يوه نړيواله اداره کې کار کاوه. خو د طالبانو راتګ د هغه ژوند په بشپړه توګه بدل کړ. له لاس یې ​​​​کار ووت، خو له بل اړخه پیل کړ.

نوموړې زیاتوي: «هیڅکله شاته نه شوې نه یم، بیا مې هم دوام ورکړ. چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، خو زموږ فکرونه ونه تړل شول.»

مريم، چې د جامو ګنډلو او دوديز حجاب په برخه کې يې يو کلنه روزنيزه دوره بشپړ کړى، وايي چې اوس يې پېرودونکي د افغانستان له پولو بهر هم زیات شوي دي.

مريم وايي: «زموږ پیرودونکي ورځ تر بلې ډیریږي، او د هغوی د فرمایش په نظر موږ پریکړه کړې چې په آلمان، امریکا او کاناډا کې زموږ د پلور څانګې پرانیزو.»

هغې دلته د خپلو ۱۵ پخوانیو همکارانو لپاره هم د کار زمینه برابره کړې – ټولې نجونې چې له پوهنتونونو فارغې شوې دي او په مهمو نړیوالو پروژو کې یې کار کاوه.

د جامو ګنډلو د یوه شرکت کارکوونکې حسنا وايي: «فکر مو نه کاوه چې طالبان به وکولی شي حکومت په لاس واخلي، او کله چې طالبانو حکومت ونیو، نو بندیزونه یې زیات کړل، او دا د افغان ښځو لپاره تر ټولو بده ورځ ده.»

د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې شپیته کلنه خدیجه چې له خپلو لوڼو سره په دې کارخونه کې مرسته کوي، د خپل احساس په اړه وايي: «ډیر بد احساس لرم، هېڅ خوشحاله نه یم. خو نه پوهیږم چې دوی ولې د ښځو په اړه دومره بدبینه دي؟»

دا په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په موده کې د نجونو د ژوند د بدلون یوه وړه بېلګه ده، ملګرو ملتونو ویلي چې طالبانو په دې موده کې له پنځوسو ډېر فرمانونه صادر کړي چې د ښځو حقونه او ازادي یې ترې اخیستې او یا یې محدوده کړې ده.