د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۱۴۰۲ د زمري څلرویشتمه د ۱۰ بجو خبرونه

د طالبانو له‌خوا د افغانستان د سقوط نن دوه کاله پوره شول. دوه کاله مخکې د ۲۰۲۱ کال د اګست له شپږمې تر پنځه‌لسمې پورې له پنجشېر پرته د هېواد ټول ولایتونه یو پر بل پسې سقوط وکړ.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر پنځه‌لسمه د ولایتونو د پرله‌پسې سقوط په دوام کې د کابل وار راورسېد.