افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د بیان آزادۍ خواشینوونکی وضعیت؛ د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هُنر او موسیقي

افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د بیان ازادۍ، هنر او موسیقۍ په برخه کې له محدودیتونو سره مخ وو.

په دې موده کې هېڅ رسنۍ او خبريال د طالبانو پر ضد د راپور او سياسي پروګرامونو جوړولو توان نه درلود.

ډېر هنرمندان له افغانستانه ووتل او په دې موده کې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه په هرات کې د موسیقۍ وسایل وسوځول.

رسنۍ

له دې سره په یو وخت طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نهه خبریالان نیولي او زنداني کړي یې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره رسنۍ، د بیان ازادي، هنر او موسیقي له ډېرو محدودیتونو سره مخ شوه.

په افغانستان کې هیڅ رسنۍ د طالبانو د خوښې خلاف خپرونې نشرولو اجاره نه لري.

د فلمونو، سریالونو او سندرو خپرول چې پخوا خپرېدل ودرول شول او حتی د ښځینه ویاندویانو په ګډون ښځې مجبورې شوې چې د رسنیو د کمرو په مخ کې ماسک واغوندي.

په ځینو مواردو کې طالبانو ښځینه خبریالانو ته په یو شمېر غونډو کې د ګډون اجازه ورنه کړه او له خبري غونډو یې وویستلې.

يوه ښځينه خبرياله چې نه غواړي نوم يې واخيستل او مخ يې وښودل شي، وايي، چې له څو كلونو رسنيز كار وروسته د طالبانو فشارونه د دې لامل شول، چې له كار لاس واخلي او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

خو هغه په دې لاره کې یوازې نه ده، د بې پولې خبریالانو ټولنې وروستۍ موندنې ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې له ۱۲زره خبریالانو څخه دوه پر درې برخه یې دندې له لاسه ورکړي، چې ۸۰ سلنه یې ښځینه دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ راهیسې تر ۵۰۰ ډېرې رسنۍ له فعالیت غورځېدلي او له ۱۵۰ ټلویزیوني چینلونو څخه تر ۷۰ کمې یې اوس فعالې دي.

د راډیوګانو شمېر هم له ۳۰۷ څخه ۱۷۰ او د خبري آژانسونو شمېر له ۳۱ څخه ۱۸ ته راټيټ شوی دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال لسګونه خبریالان نیول شوي، وهل ټکول شوي او سلګونه نور له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال له می تر ۲۰۲۳ کال پورې یې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او نیولو ۲۱۳ پېښې ثبت کړي، چې دا شمېرې د دوو کلونو وړاندې په پرتله ۶۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دې وروستیو اونیو کې هم د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو لړۍ زیاته شوې او یوازې په یوه اوونۍ کې طالبانو د سلام وطندار خبریال حسیب حساس، وحیدالله ابدالي، په پکتیا کې د اریانا نیوز خبریال حبیب سراب، په ننګرهار کې د کليد راډيو مسوول فقیر محمد فقیرزی او خبریال جان اغا صالح نيولې دي.

فرهنګ او هُنر

طالبانو پر رسنیو د بندیزونو ترڅنګ په فرهنګي او هنري برخو هم بندیزونه لګولي دي.

د سندرغاړو د موسیقۍ وسایل یې مات کړي او د فلم او تیاتر تولیدات یې هم بند کړي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مشره هیډر بار وايي: «موږ ځینو مشخصو برخو ته اشاره کړې چې په هغو کې د طالبانو له خوا د رسنیو ځپل د هغو کسانو نیول چې د طالبانو د تګلارو مخالف دي، د هغو کسانو وژل چې طالبان یې دښمنان ګڼي، بشري ناورین چې مخ په خرابېدو دی، او د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو ورځ تر بلې زیاتېدونکي بریدونه چې د ژوند ټولې برخې ګډوډوي او د بشري حقونو بحران لا پسې خرابوي. موږ د افغانستان وضعیت ته د نړیوالې ټولنې له غبرګون ستړي شوي یو.»

طالبانو په هرات کې د تیاتر ښځینه اداکارې له کار کولو منع کړي، د هغوی ودانۍ یې په سوداګریز ځای بدله کړې او په فلمونو کې یې د موسیقۍ کارول بند کړي دي.

په افغانستان کې د موسيقۍ د منع په اعلانولو سره د طالبانو د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت هوټلونو، هټيو او ټکسي چلوونکو ته امر کړى چې د موسيقۍ له غږولو او اورېدلو ډډه وکړي او په هرات او نورو ولايتونو کې يې د موسيقۍ د الاتو د سوځولو هڅې کړې دي. څو هنر او موسیقي له افغانستانه وباسي.

له دې ټولو سره سره طالبانو د هغه څه د عملي کولو لپاره چې دوی یې د اسلام د لارښوونو په نوم بولي، د انځورګرۍ په هنر یې هم بندیزونه ولګول، د انځورګرۍ د یو شمېر ګالریو دروازې یې وتړلې او په کابل او نورو ولایتونو کې یې په دیوالونو انځورګرۍ پاکې کړل. او پر ځای یې خپل جهادي شعارونه یې ولیکل.