افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د نړۍ اندېښنه

د طالبانو له واکمنېدو دوه کاله کېږي. نړۍ د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بولي، خو طالبان د یوناما په ګډون د نړیوالو بنسټونو راپورونه له ناسمو معلوماتو اخیستل شوي او له حقیقته لیري ګڼي.

د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشتې پر دیارلسمه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه ټویټ کې خبر ورکړ چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د دوی له قاضیانو سره په یوه ناسته کې د هغو کسانو د دوسیو په اړه چې طالبانو یې غله، یرغمل نیونکي او فتنه اچوونکي ګڼي، د «حد او قصاص» په شرعي پلي کولو ټینګار کړی دی.

له هغې شپږ ورځې وروسته طالبانو د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ، چې تخار کې یې ۱۹ نارینه او ښځې په دُرو وهلي دي.

هغه پېښه چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په یوه خبري ناسته کې وویل چې دا سازمان له هر ډول «ظالمانه» سزاوو سره مخالف دی.

خو ذبیح‌الله مجاهد په ځواب کې دا ډول نیوکې اسلام دین ته سپکاوی وباله.

د امنیتي ستونزو له امله له مستعار نوم څخه یې چې تمنا دی کار اخلو.

وايي ۲۶ کاله عمر لري. د پنجشېر اصلي اوسېدونکې ده خو په تخار کې لویه شوې. وايي د جمهوریت نظام له سقوط پنځه میاشتې مخکې د خپل تره له زوی سره یې کوژده وشوه. خو د هغې په وینا، یوه له خپلوانو یې چې د طالبانو غړی و، د نوموړې له کورنۍ وغوښتل چې دا کوژده لغو کړي او تمنا هغه ته په نکاح ورکړي.

له دې ټولو سره سره، د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کوژدن د واده لګښتونو او کار لپاره ایران ته ولاړ. تمنا وايی د طالبانو له واکمنېدو سره هماغه کس بیا د تمنا کورنۍ ته راغۍ او یو ځل بیا یې د تمنا او د هغې د تره د زوی ترمنځ د کوژدې د لغو کولو غوښتنه وکړه. کورنۍ یې د تمنا له کوژدن څخه وغوښتل، چې تخار ته ستون شي او د واده مراسم ترسره کړي.

تمنا وايي د هغې د کوژن له بېرته راستنېدو مخکې، یوه ورځ طالبان کور ته ورننوتل او هغه یې له ځان سره د تخار امربالمعروف ریاست ته یوړه؛ له یوه ګاونډي هلک سره د نامشروع اړیکې په تور. هغه څوک چې تمنا وايي نه یې لیدلی او نه یې هم نوم اورېدلی و.

هغه دوسیه چې د تمنا په وینا تر یوې اونۍ په کمه موده کې له محکمې پرته وتړل شوه. خو هغه او ګاونډی یې ۳۳ دُرې ووهل.

خو دا یوازې تمنا نه ده. د طالبانو د سترې محکمې مرستیال، د روان زېږدیز کال د مې میاشتې پر ۴ نېټه اعلان وکړ، چې له واکمنېدو وروسته یې ۱۷۵ د قصاص، ۳۷ سنګسار او ۴ د تر دېوال لاندې کولو حکمونه یې صادر کړي دي.

پر دې ټولو سربېره، د طالبانو ستره محکمه وايي چې په ۱۰۳ تنو یې د شرعي حدودو د تطبیق حکم صادر کړی او د ۱۵۶۲ نورو لپاره یې د تعزیري سزا حکم صادر کړی دی.

له هغې وروسته په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو سترې محکمې، یو کس په قصاص محکوم کړی دی. همداراز دغې محکمې خبر ورکړی، چې ۱۷ تنه یې د نامشروع اړیکو، غلا او لواطت په تورونو په متروکو وهلي دي. هغه شمېرې چې طالبانو خپرې کړې دي او د هغوی په وینا د حکم د عملي کولو په مراسمو کې د طالبانو ولایتي مسوولینو ګډون درلود. هغه حکمونه چې د ټولو په مخ کې عملي شوي دي.

طالبانو لاندې موارد خپاره کړل او د دوی په وینا پر دغو کسانو د حکم د عملي کولو پرمهال د طالبانو ولایتي مسوولین هم حاضر وو:

۲ تنه لغمان کې د لواطت په تور هر یو ۳۰ دُرې

د یوې ښځې په ګډون ۴ تنه پغمان ولسوالۍ کې د فسق په تور، هر یو په ۲۰ دُرو محکوم

۲ تنه پکتیا کې د غلا په تور، هر یو په تعزیري سزا محکوم

یو تن پکتیکا کې د نامشروع اړیکې په تور، په ۲۵ دُرو محکوم

یو تن لغمان کې د قتل په تور، پر قصاص محکوم

۲ تنه پکتیکا کې د غلا په تور، هر یو په تعزیري سزا محکوم

۶ تنه کندهار کې د لواطت او د نکاح شوې ښځې د تښتولو په تور، هر یو په تعزیري سزا محکوم

۲ تنه پروان کې هر یو په تعزیري سزا محکوم

سردار احمد د مخکیني حکومت په پوځ کې ۱۳ کاله د سرتېري او افسر په توګه کار کړی و.

نوموړی وایي: «د طالبانو له بیا واکمنېدو او د هغوی له خوا د عمومي بښنې له اعلان وروسته مې پر طالبانو باور وکړ او په هېواد کې پاتې شوم. خو طالبان تېر کال ژمی یوه شپه، زما پر کور برید وکړ او هغه له ځان سره بوتلم.» سردار درې اونۍ د طالبانو په زندان کې و. نوموړی وايي چې شکنجه شو او د ژوند ترټولو ناوړه ورځې یې هلته ولیدلې. اوس څو میاشتې کېږي هڅه کوي هغه ورځې هېرې کړي.