د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه ښځې

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ژوند د محدودولو لپاره د طالبانو حکمونو ته کتنه

په تیرو دوو کلونو کې، طالبانو له ۵۰ د زیاتو فرمانونو په پلي کولو سره پر افغان ښځو او نجونو سخت محدودیتونه ولګول.

د طالبانو فرمانونو د افغان ښځو او نجونو د کار، زده کړو او د تګ راتګ حق محدود کړ. د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې وايي، طالبانو ښځې له ټولنې لېرې کړي دي.

په دې راپور کې یو شمېر ښځې او نجونې د طالبانو د سختو بندیزونو تر سیوري لاندې د ژوند د سختو ورځو کیسه کوي.

افغانستان د طالبانو په دوه کلنې واکمنۍ د ډېرو بدلونونو شاهد و، خو د دغو ټولو بدلونونو په منځ کې هغه څه چې د ښځو پر حقونو او ازادیو یې د محرومیت سیوري پراخ کړل، د غبرګونونو له څپې سره مخ شوي دي.

د خپلو لاسته راوړنو له لاسه ورکولو ته اندېښمنه ده، حمیرا له مهندسۍ څخه یو ګام واټن درلود، خو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو له تړل کېدو وروسته یې ونه شول کولی خپلې موخې ته ورسیږي او د کلونو هڅې او زده کړې یې له منځه ولاړې.

یوه محصله حمیرا تاجوري وايي: «د هرې افغانې نجلۍ، په زړه کې زه پوهیږم چې څومره مایوسي ده. خو موږ هیله لرو، موږ اوس هم خپله هیله له لاسه نه ده ورکړې.»

یوازې حمیرا نه ده چې له زده کړو د محرومیت له امله اوښکې تویوي، یوه مور د کار نه د محرومیت او د هغو زامنو لپاره چې د کورنۍ له بې وزلۍ څخه د خلاصون په موخه کډوال شول، اندېښمنه ده او ژاړي.

په تېرو دوو کلونو کې پر ښځو او نجونو د کار بندیز د افغان ښځو او نجونو پر ژوند د طالبانو د سختو مقرراتو یوه بله برخه ده.

د کابل اوسېدونکې فريده بیا وايي: «زه خپله د کور یوه مېرمن یم، په کور کې یو زما معاش وو، چې هغه هم قطع شو، زه له خپلو دوو لوڼو سره یم. نه د کور کرایه ورکولی شم او نه د کور مصرف. که کرایه ورکړم، د کور لګښت نه شم پوره کولی، که د کور مصرف ادا کړم، د کور کرایه نشم کولی.»

Photo: Reuters

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا د راپور پر بنسټ، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې تر ۲۰۲۳ زېږدیز کال پورې د افغان ښځو او نجونو په اړه پنځوس سخت فرمانونه صادر کړي دي.

د طالبانو د دغو فرمانونو پر بنسټ:

. ښځې او نجونې باید خپل مخونه پټ کړي.
. ښځې د کار حق نه لري.
. پوهنتونونه د نجونو او ښځو پر مخ تړل شوي دي.
. له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
. ښځې حمامونو، ورزشي ځایونو او مېله ځایونو ته نه شي تللی.
. ښځې له محرم پرته د سفر اجازه نه لري.
. ښځې او نجونې باید په رسنیو کې په ماسک پوښل شویو مخونو سره راښکاره شي.
. د ښځو او نجونو پر مخ سینګارتونونه وتړل شول.

هغه محدودیتونه چې د ښځو حقونو د ځینو فعالانو په وینا، د دې لامل شوي چې افغان ښځې او نجونې له ټولنې ګوښه
شي.

که د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره سړکونو ته راووتلې، غږ یې غلی شو او که نړۍ ته یې غږ وکړ، هیچا یې غږ وانه ورېد.

د ښځو حقونو فعاله مونسه مبارز وايي: «ښځې په ټولیزه توګه له ټولنې لیرې شوې، د ښوونځیو دروازې وتړل شوې. د پوهنتون دروازې وتړل شوې. په تدریجي ډول د افغانانو ټولې فردي ازادۍ او د وګړیزتوب حقونه لغوه شول.»

په وروستیو دوو کلونو کې د طالبانو د دغو سختو بندیزونو پر ضد د کورنیو او بهرنیو اعتراضونو څپې راپورته شوې، خو له دې سره سره بیا هم د هرې ورځې په تېرېدو دا محدودیتونه زیاتیږي.