ښځې ورزش

ذکیې خدادادي د اروپا د پارا اتلولۍ لوبو د سرو زرو مډال خپل کړ

د افغانستان د تکوانډو لوبغاړې ذکیه خدادادي وتوانېده د ښځو په برخه کې تر ۴۷ کیلوګرام په کم وزن کې د اروپا پارا اتلولۍ لوبو د پارا تکوانډو اتله شي.

خدادادي د دوشنبې په ورځ د کډوالو په ډله کې په درېیو سیالیو کې بریالۍ شوه او د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

د افغانستان د تکوانډو لوبغاړې ذکیې خدادادي له دې بریا وروسته وویل: «زه ډېره خوشحاله یم ځکه خپل لومړنۍ د سرو زرو مډال مې ترلاسه کړ. زه د افغانستان یم او اوس کډواله یم. زما د هېواد ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د ښځو او نجونو ورزش درېدلی دی.»

اغلې خدادادي دوه کاله مخکې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته لږ پاتې و، چې د جاپان په کوربتوب د توکیو پارا المپیک له سیالیو پاتې شي.

خو هغه د اسټرالیا هوایي ځواکونو له خوا له کابله ولېږدول شوه او په لوبو کې یې ګډون وکړ.

دغې افغان لوبغاړې وویل: «لږ ستونزمنه ده راته چې د توکیو په اړه څه ووایم، ځکه زړه مې مات شو د خپل هېواد، کور پرېښودو او د هر څه له لاسه ورکولو ته اړ شوم.»

پارا اروپا لوبې د هالنډ په روتردام ښار کې ترسره کېږي او له ټولې اروپا څخه لوبغاړو پکې ګډون کړی دی.

هغې خپل د سرو زرو مډال افغان نجونو او ښځو ته وړاندې کړ.

اغلې خدادادي وايي چې د ۲۰۲۴ پاریس المپیک لوبو کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسي.