افغانستان

طالبانو د خوست د نن ورځې په چاودنه کې د درېیو تنو مړینه تایید کړه

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نن دوشنبې له غرمې مخکې یوولسو بجو په شاوخوا کې د خوست ښار یوه جومات ته څېرمه هوټل کې چاودنه وشوه.

د طالبانو په وینا په دې هوټل کې «وزیرستاني کډوال» اوسېدل چې په دې پېښه ورته زیان رسېدلی دی.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې په دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

طالبانو ویلي چې ددې چاودنې په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

له بلې خوا، یو شمېر پاکستاني رسنیو د پاکستاني جنګیالیو د قوماندان په ګډون ځینو سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې په خوست ښار کې د نن ورځې چاودنه پر هغه هوټل د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله بلل شوې چې پاکستاني جنګیالي پکې مېشت وو.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې دا جنګیالي د حافظ ګل بهادر د ډلې اړوند وو او د دې برید موخه هم همدا کس و.

دغو رسنیو رپوټ ورکړی چې په دې چاودنه کې شل تنه ټپیان شوي دي.

ددغو رسنیو د مالوماتو له مخې، ګل بهادر د پاکستاني طالبانو تحریک د یوې څانګې قوماندان دی.

طالبانو تراوسه د پاکستاني رسنیو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.