نړۍ

په لوېدیځه افریقا کې د تیارسۍ ځواک د جوړولو لپاره هڅې

د افریقا د لوېدیځ هېوادونو اعلان کړی دی، چې د نایجر کودتاچیانو پروړاندې د یوه احتمالي پوځي اقدام لپاره یو د تیار سی په حال کې ډله جوړوي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې د تیار سی په حال کې ځواکونو جوړول به څومره وخت ونیسي او د شمېر په اړه یې هم معلومات نشته.

د عاج ساحل ولسمشر السان اوتارا وايي: «د هېوادونو مشرانو په ځینو برخو له دې جملې عاج ساحل کې د ځواکونو د ځای پر ځای کولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی. عاج ساحل به د سرتېرو یو کنډک برابر کړي او مالي سرچینې یې هم په پام کې نیول شوې دي.»

په همدې حال کې زرګونه تنو د نایجر په پلازمېنه نیامي کې په لاریون لاس پورې کړ. اعتراض کوونکي د فرانسې پوځي مرکز شاوخوا کې راټول شول او د روسیې بیرغ او د واګنر امنیتي شرکت د مشر یوګني پریګوژین عکس په لېږدولو، د فرانسې ضد شعارونه ورکړل او له دې هېواده یې د فرانسوي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

د نایجر خلکو همداراز د دغه هېواد پروړاندې د هر ډول پوځي لاسوهنې په اړه خبرداری ورکړ.

اعتراض‌کوونکې رابعه موسی وايي: «موږ نن دلته یو ترڅو له خپل هېواده دفاع وکړو. موږ د نایجر خلک یو. پرون مې د السان اوتارا یو پیغام واورېد. هغه وویل چې کولای شي د نایجر له ماڼۍ سره د جګړې لپاره هر څه چې اړتیا وي برابر کړي. یوازینی کار چې باید ې وکړي دا دی چې چمتو شي ترڅو راشي او پر موږ برید وکړي. دا پوځ نه دی چې جګړه وکړي، موږ ملکیان یو چې جنګېږو به.»

د نایجر د ولسمشرۍ ماڼۍ ساتونکو د جولای میاشتې په وروستیو کې د پوځ په ملاتړ کودتا وکړه او د محمد بازوم حکومت یې ړنګ کړ.

ویل کېږي چې محمد بازوم او د کورنۍ غړي یې په ناوړه وضعیت کې په کور کې نظر بند دي او برېښنا، پاکو اوبو، نویو جامو او روغتیايي خدماتو ته لاس‌رسی نه لري.