سویلي آسیا

انورالحق کاکړ؛ د پاکستان موقت لومړی وزیر شو

د بلوچستان د عوامي ګوند سناتور انواراالحق کاکړ د پاکستان د موقت لومړي وزیر په توګه وګمارل شو.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دغه هېواد د موقت لومړي وزیر په توګه د ښاغلي کاکړ ټاکل تایید کړي دي.

ښاغلی کاکړ مسوولیت لري چې تر سراسري ټاکنو پورې د دغه هېواد موقت حکومت اداره کړي.

دا په داسې حال کې دي چې نن سهار رسنیو د پاکستان د لومړي وزیر شهبار شریف له قوله راپور ورکړی و چې هغه ویلي د دغه هېواد د منحل شوي پارلمان د اپوزیسیون له مشر راجه ریاض سره به د موقت لومړي وزیر د غوره کولو په اړه هوکړې ته ورسېږي.

شهباز شریف د جمعې په شپه ناوخته د موافقو ګوندونو مشرانو ته وویل چې له ښاغلي ریاض سره به د موقت لومړي وزیر د غوره کولو په اړه هوکړه وکړي.