سوداګري

په کندهار کې د انګورو حاصلاتو لس سلنه زیاتوالی

د کندهار له مرکز څخه ۳۵ کیلومتره لیرې پنجوايي ولسوالي د کندهار له هغو ولسوالیو څخه ده چې زیات انګور لري.

له همدې امله د کندهار د دې ولسوالۍ انګور او ممیز ډېر شهرت لري.

د عبدالرازق په نوم یو کروندګر وايي: «موږ انګور اټولوو، وروسته یې ساتو او یو ټیم دی چې پاکوي یې او بیا یې پروسس کوي.»

بل بڼوال پاچا خان بیا وايي: «باید نړیوالو بازارونو ته ددغه ولایت د انګورو او ممیزو د صادرولو زمینه برابره شي سږکال حاصلات ښه او کیفیت یې هم ښه دی او نرخ هم بد نه دی خلک پرې راضي دي.»

خو کندهاري بڼوال او کروندګر نړیوالو بازارونو ته د دې ولایت د انګورو او ممیزو د لېږدولو غوښتونکي دي.

کندهار کې د طالبانو ځايي مسوولین وايي، چې سږ کال د انګورو د حاصلاتو ترڅنګ یې کیفیت هم ښه و.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست آمر شمس‌الرحمن موسی وايي: «سږ کال حاصلات د تېر کال په پرتله کابو لس سلنه زیات شوي او اټکل کېږي چې ۳۶ زره او ۸۰۰ ټنه ممیز راټول کړو.»

کندهاري کروندګر په داسې حال کې نړیوالو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د لېږدولو غوښتونکي دي چې د افغانستان ډېری تازه مېوې پاکستان او هند ته صادرېږي.

ویل کېږي، چې تېر کال هند او پاکستان ته د کندهار د ممیزو صادرات د ۶۸ میلیون ډالرو په ارزښت وو.