سویلي آسیا

د عمران خان مدافع وکیلان: هغه په زندان کې ښه امکانات نه لري

د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان چې دوې ورځې مخکې د اختلاس په تور په درې کاله بند محکوم شو، مدافع وکیلان یې وايي چې ښاغلی خان په زندان کې «هېڅ ډول امکاناتو ته» لاسرسی نه لري.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د عمران مدافع وکیلان وايي، هغه زندان چې د دولت له خوا د خان د ساتلو لپاره په پام کې نیول شوی مناسب ځای نه دی، ځکه هلته سرسخته جنایتکاران ساتل کېږي.

نعیم پنجوتا ویلي: «هغه (خان) ما ته وویل چې نوموړي ته هېڅ امکانات نه دي ورکړل شوي. د مخکیني لومړي وزیر په توګه هغه ته مناسب ځای نشته. یوازې یوه پکه ده او پرانیستی تشناب دی چې شاور یې هم کار نه کوي. د ورځې ډېر مچان او د شپې له خوا ډول ډول حشرات پکې موجود دي. د شپې باران واورېده او اوبه د ننه زندان ته ورغلې. نوموړی په کوچنۍ کوټه کې دی چې لمونځ کول پکې ډېر سخت دي.»

پنجوتا زیاته کړې: «عمران خان وویل زه ګرځنده ټلیفون ته لاسرسی نه لرم، ټلویزیون هم نشته چې د پېښو په اړه خبر شم. د ورځپاڼو ورسېدل منع دي، هېڅ ډول لومړني امکانات په واک کې نه راکول کېږي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو مخکینی وزیر شاه محمود قریشي په اوسني وخت کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشري پرغاړه لري.

قریشي په اسلام آباد کې د خبري ناستې پرمهال ویلي چې د سیمه‌يیزې محکمې د حکم په وړاندې به د هېواد په ستره محکمه کې اعتراض وکړي.