سوداګري

د نړیوال بانک راپور ته د طالبانو غبرګون؛ موږ د پیسو سپینولو په وړاندې مبارزه کړې

د طالبانو له ادارې لاندې د افغانستان بانک د نړیوال بانک د راپور په غبرګون کې وايي چې دوی د بانکولۍ په برخه کې خپل متخصصین ساتلي او د پیسو سپینولو په وړاندې مبارزه کې یې هم اقدام کړی دی.

د دغه بانک ویاند مالي بنسټونو او نړیوال بانک ته ډاډ ورکوي چې نړیوالو قوانینو او مقرراتو ته ژمن دي.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي د بانکولۍ برخې متخصصینو تېښتې، د افغانستان بانک د تخصص او ظرفیت له کمښت سره مخ کړی او دې مسلې په دغه هېواد کې مالي څارنه پېچلې کړې ده.

په دې راپور کې خبرداری ورکړ شوی چې دا ستونزه، د پیسو سپينولو او د ترهګرو د مالي ملاتړ خطرونه زیاتوي.