سوداګري

په افغانستان کې د پيسو سپینولو د خطرونو په اړه د نړیوال بانک خبرداری

نړیوال بانک راپور ورکړی چې د بانکولۍ په برخه کې د متخصصینو تېښتې د افغانستان بانک د تخصص او ظرفیت له کمښت سره مخ کړی او دې کار په دغه هېواد کې د مالي څارنې چارې پېچلې کړې دي.

د نړیوال بانک په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې دا ستونزه په افغانستان کې د پیسو مینځلو او د ترهګرو د تمویل ضد خطرونه زیاتوي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې افغانستان د نړیوالو بانکونو لپاره هم د لوړ خطر ساحه ګڼل کېږي او له همدې امله د نړیوالو تادیاتو له رسمي چینلونو څخه جلا شوی دی.

د نړیوال بانک نوی راپور د افغانستان پر بانکي سیستم ډېر تمرکز لري.

په دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان په مرکزي بانک کې د ظرفیت او تخصص نشتوالي په دغه هېواد کې د مالي څارنې چارې له ستونزو سره مخ کړي او په پایله کې د پیسو مینځلو او د ترهګرو د تمویل خطرونه زیاتوي.

اقتصادي کارپوه سید مسعود وايي: «زما په اند افغان متخصصین په تېره بیا د ټکنالوژۍ په برخه کې چې بلد وو په بهرنیو هېوادونو کې دوی په آسانۍ په دندو ګمارل کېږي؛ فکر کوم د افغانستان د بانکولۍ سیستم چې فلج دی لا به یې خراب کړي.»

د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د بانکونو له لارې نړیوال تادیات خورا لږ دي او له همدې امله په فزیکي بڼه د نغدو پیسو په لیږد ډېره تکیه کيږي.

په دې راپور کې راغلي چې له بانکونو څخه د پیسو په ایستلو محدودیتونه په بانکي سیستم د خلکو باور کموي.

د مالي او بانکدارۍ چارو کارپوه سير قریشي وايي: «فکر کوم خلکو د بانکولۍ پر سیستم خپل باور له لاسه ورکړی او په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان بانک چې یو مهم بنسټ دی د نړۍ له مالي سیستم او مرکزي بانکونو سره یې اړیکې پرې دي او دا د دې لامل کېږي چې د خصوصي بانکونو لپاره ستونزې رامنځته کړي او خلک له ننګونو سره مخ شي.»
د دغه راپور د موندنو پر بنسټ د نړۍ په بازارونو کې به د افغانستان مالي سیستم له انزوا سره مخ شي.

د نړیوال بانک د راپور په یوه برخه کې راغلي: « افغانستان همدارنګه د نړیوالو بانکونو لپاره هم د لوړ خطر ساحه ګڼل کېږي او له همدې امله د تادیاتو له نړيوالو رسمي چینلونو څخه جلا دی.»

د نړیوال بانک موندنې ښیي چې د نږدې دوو کلونو په تېرېدو لا هم د بانکونو له لارې د نړیوالو تادیاتو لپاره کومه روښانه لار نشته او په غیر رسمي پیسو په ځانګړې توګه د حوالې له لارې تکیې د افغانستان مالي سیستم څنډې ته کړی.

د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک ونه غوښتل په دې اړه خپل نظر څرګند کړي.

نړیوال بانک وايي هوډ لري چې په نیمه پای ته رسیدلو پراختیایي پروژو کې د نړیوالو تادیاتو لپاره بدیلې لارې ومومي.

د اګست په پنځلسمه واک ته د طالبانو له بيا ځلي رسېدو وروسته، د افغانستان په بانکونو محدوديتونه ولګول شول او اوس مهال سوداګر کولای شي د بانکونو له لارې یوازې د یو څو خوراکي او ځينو نورو توکو پيسې ولېږدوي.