سویلي آسیا

پاکستاني پولیسو؛ د تحریک انصاف ګوند لوړپوړی غړی نیولی دی

پولیسو د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند لوړپوړی غړی افتخار درانی نیولی دی.

د رپوټونو له مخې، ښاغلی درانی د پنجشنبې په سهار د دغه هېواد په پلازمیني اسلام آباد کې له خپل کور څخه نیول شوی دی.

له بلې خوا، عمران خان د پولیسو دا کار یو «تښتول» بللي ویلي یې دي چې هغه په ناقانونه توګه نیول شوی او د روان کال په ناارامیو کې یې هېڅ رول نه درلود.