روغتیا

هر کال اته میلیونه وګړي د دخانیاتو کارولو له امله ژوند له لاسه ورکوي

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دخانیاتو کارول په ټوله نړۍ کې د خلکو روغتیا ته تر ټولو لوی ګواښ دی چې په کال کې د څه د پاسه اته  میلیونه وګړو ژوند اخلي.

په دې راپور کې راغلي چې په کال کې څه د پاسه اوه میلیون تنه د تنباکو د مستقیم کارولو له امله مري په داسې حال کې چې یو میلیون او درې سوه زره نور هغه کسان دي چې دخانیات نه کاروي خو د تنباکو له لوګي سره مخ دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د هر ډول دخانیاتو او د تنباکو محصولاتو کارول د انسان روغتیا ته زیان رسوي.

دغه سازمان ویلي چې په ټوله نړۍ کې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون تنه دخانیات کاروي چې اتیا سلنه یې په لږ او منځني عاید لروونکو هېوادونو کې ژوند کوي.

په راپور کې همداراز راغلي چې دخانیات اعتیاد رامنځته کوي او د دخانیاتو کارول د کورنیو لپاره دروند مالي زیان رامنځته کوي او خلک اړ دي د خوړو، جامو او سرپناه په شان لومړنیو اړتیاوو له لګښته د دخانیاتو لپاره کار واخلي.

دغه سازمان همداراز په کورونو، رستورانونو، کار ځایونو او پرانیستې فضا کې د تنباکو له لوګي سره د هغو کسانو مخامخ کېدو په اړه خبرداری ورکړی چې سیګرټ نه څکوي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د تنباکو د لوګي تنفس کول انسان په تنفسي، د زړه او سرطان په ناروغیو اخته کولای شي چې په کال کې ۱،۳ میلیونه وګړي له دې امله ژوند له لاسه ورکوي.