سویلي آسیا

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوې غونډه پرمهال د چاودنې له امله ۴۰ تنه مړه شول

رویټرز رپوټ ورکړی چې د پاکستان په شمال لوېدیځ خیبرپښتون خوا ایالت کې په یوه سیاسي غونډه کې د درنې چاودنې له امله ۴۰ تنه مړه او کابو ۱۳۰ نور ټپیان شول.

دا چاودنه د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمعیت العلماي اسلام محافظه کار ګوند له خوا جوړه شوې غونډه کې شوې چې په باجوړ سیمه کې د توندلاري سیاسي نظریاتو له امله شهرت لري.

ددې پېښې ټپیان د سیمې نږدې روغتون ته لېږدول شوي او یو شمېر امبولانسونه د طبي څارنې لپاره دغه ځای ته ورغلي دي.

د پولیسو په وینا ددغې چاودنې لامل تراوسه نه دی روښانه شوی او دغې پېښې په سیمه کې وېره رامنځته کړې ده.

د دې ایالت د ژغورونکې ډلې ویاند بلال فیضي په خپل لومړني راپور کې د اوولس تنو د وژل کېدو او اویا نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

د جمعیت العلماي اسلام ګوند عمومي منشي مولانا عبدالرشید ددې ګوند پر غړو د دغې چاودنې د ناوړه اغېزو په اړه وايي: «نن د جمعیت العلماي اسلام ګوند پر غونډه چاودنه وشوه. زموږ ګڼ شمېر همکاران شهیدان او یو شمېر ټپیان شول. زه شخصا خوندي یم خو همکارانو مې درانه زیانونه ولیدل.»

دا پېښه ښيي چې په پاکستان کې د اسلام پالو ځواکونو بریدونه له تېر کال څخه چې د پاکستان د طالبانو تحریک او اسلام آباد ترمنځ اوربند مات شو، بېرته پيل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په پراخه توګه ددې پېښې د لامل په اړه د څېړنو او د عاملینو د نیولو په لټه کې دي.