سویلي آسیا

د پاکستان په ختیځ کې موسمي بارانونه او سېلابونه

د پاکستان په ختیځ کې د دې کلي اوسېدونکي د تګ راتګ لپاره له کښتۍ کار اخلي او ډېری یې د سېلابونو له راتلو وروسته له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د تېرو څو ورځو په ځانګړې توګه د سه شنبې شپې سېلابونو د پاکستان په پنجاب ایالت کې ډېری کورونه، کروندې او د تګ راتګ لارې ویجاړې کړې دي.

کروندګر شفیق احمد وايي: «کله چې اوبه راغلې، ډېر سخت وخت مو تېر کړ، په ځانګړې توګه له دې امله چې اړ شوو خپل څاروي وژغورو او ځینې توکي هم راوباسو.»

ځايی چارواکي وايي، چې ښايي موسمي بارانونه به په دې اونۍ کې هم دوام ولري او په راتلونکو څو ورځو کې په بلوچستان، سند او پنجاب ایالتونو کې هم د سختو ورښتونو اټکل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکی محمد بوټا وايي: «نن موږ له کښتۍ پرته خپلو کورونو ته لاس‌رسی نه لرو. تاسو هم په کښتۍ کې راغلئ. له کله چې اوبه راغلې، موږ له بلې لارې خپلو کورونو ته نه شو تلای.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د دغه هېواد ډېری برخې د سختو موسمي بارانونو او د طبیعي کنګلونو د ویلې کېدو له امله تر اوبو لاندې شوې.