ښځې

له زده کړو بې برخې شوې زده کوونکې په خپل هنر سره د دوی په وړاندې محدودیتونه انځوروي

په کابل کې یو شمېر نجونو محصلینو د نقاشۍ هنر ته مخه کړې او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو محدودیتونه انځور کړي دي.

دغه انځورګرانې وايي چې د کار موخه يې په ټولنه کې د نجونو د درد او کړاو ښودل دي.

د انځورګرۍ محصلینې له طالبانو غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

فروزان حقجو د ښوونځي په لسم ټولګي کې وه چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړې.

اوس دغه محصلې د انځورګرۍ هنر ته مخه کړې او په دې کارخونه کې د طالبانو محدودیتونه انځوروي.

هغه وايي له يو کال راهيسې يې د انځورګرۍ هنر ته مخه کړې ده.

مېرمن حقجو زیاتوي: «هنر د احساساتو د لېږدولو لپاره پياوړې طریقه ده.»

په دې کارخونه کې نجونې زده کوونکې په خپل هنر سره طالبانو ته پیغام ورکوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د پرمختګ مخه ونه نیسي.

نجونو زده کوونکو په دغه انځور کې د زده کړو، ورزش او په نورو برخو کې د ښځو رول روښانه کړی.

له دغو نجونو یو شمېر یې له طالبانو غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د دوی پر مخ پرانیزي.

یوه زده کوونکې حسینه وايي: «موږ دا حق لرو چې زده کړه او وده وکړو.»

څه باندې شل میاشتې کېږي چې نجونې زده کوونکې د ښوونځیو د خلاصېدو انتظار باسي.

طالبانو پر ښوونځیو سربېره د نجونو او ښځو پر مخ ټول ښوونيز مرکزونه وتړل او په غیر دولتي ادارو کې یې هم د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.