ښځې

هيدربار:په افغانستان کې د جنسیتي تبعيض د رسمیت پېژندلو هڅې پیل شوي

پر بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو څانګې مرستیاله هيدر بار وايي، یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې جنسيتي تبعيض د رسمیت پېژندلو هڅې پیل کړې دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د دغه چارواکې په وینا، امریکا، مالتا، اتریش، برازیل، مکسیکو، فلپین، چیلي، آیسلنډ او استرالیا هغه هېوادونه دي چې هڅه کوي په افغانستان کې دغه سرغړونې په رسمیت وپېژندل شي.

د طالبانو له راتګ وروسته ملګرو ملتونو، امریکا او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو طالبان تل له بشري حقونو په سرغړونو او د ښځو او نجونو په ځپلو تورن کړي دي.

د ښوونې او روزنې، زده کړو، کار، نیولو، شکنجو او د ښځو جنسي ځورونو په ګډون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د بشري حقونو بنسټونو دا بندیزونه د “جنسيتي تبعيض” په توګه ګڼلي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو څانګې مرستیاله آمو ته وايي، چې د امریکا، مالتا، اتریش، برازیل، مکسیکو، فلپین، چیلي، آیسلنډ او اسټرالیا په ګډون ۹ هېوادونه هڅه کوي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د “جنسيت تبعيض” په توګه وپېژني.
نوموړې له آمو سره په خبرو کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند او بندیزونه د نړیوالو کنوانسیونونو له قوانینو سرغړونه وبلله او له هېوادونو یې وغوښتل چې د خبرپاڼو خپرولو پر ځای دې له طالبانو سره حساب کتاب وکړي.

پر بشري حقونو د څار سازمان مرستيالې زياته کړه: «دا یوه جدي اندیښنه ده. موږ د ښځو د حقونو د یو شمیر مدافعینو نومونه چې د طالبانو په بند کې دي، پېژنو. د دې شمیر پیژندلو سره سره، یو شمیر نورې هم شته چې موږ یې په اړه نه پوهیږو. دا د بشري حقونو د مسؤولیتونو پر بنسټ چې د نړیوالو قوانینو له مخې یې افغانستان پر رعايت مکلف دی، د منلو وړ نه دي. موږ په نړیواله کچه د حکومتونو له خوا اقدام ته اړتیا لرو. موږ اړتیا لرو چې د دوی له خوا د خبرپاڼو له خپرولو پرته نور څه وګورو چې طالبان ځواب ویوونکي شي.»

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي هم په افغانستان کې د جنسیتي تبعيض د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.

له بلې خوا د بشري حقونو فریډم نو سازمان د افغانستان یوه له متعرضو ښځو ژولیا پارسي چې ۸۰ ورځې د طالبانو په بند کې وه، د مارتین اینالز جایزې ته نومولې ده.
د دې ادارې په وینا دا جایزه د بشري حقونو لپاره د نوبل له جایزې سره برابره ده.
د دې ترڅنګ له نورو هېوادونو هم ۹ مېرمنې دې جایزې ته نوماندې دي.

دا جایزه هر کال د بشري حقونو یو مدافع ته چې د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې یې فعالیت کړی وي، ورکول کیږي.

ژولیا پارسي د افغانستان د معترضو ښځو د خودجوشه غورځنګ د مشرتابه غړې د طالبانو پر ضد له ډېرو لاریونونو وروسته د تېر کال د تلې په پنځمه له خپل زوی سره یوځای په کابل کې له خپل کوره ونیول شوه او له شاوخوا اتیا ورځو وروسته د لیندۍ په ۲۳مه خوشې شوه.

له دې ټولو سره سره په داسې حال کې د بشري حقونو د سازمانونو له خوا په افغانستان کې د جنسیتي تبعيض د رسمیت پېژندلو هڅې روانې دي، چې ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ په نیمایي کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي.