افغانستان ښځې

د روغتیا نړیوال سازمان: ۵۰ سلنه افغانان له رواني ناروغیو سره مخ دي

د ختيځې مديترانې لپاره د نړيوال روغتيايي سازمان سيمه ييز مسوول حنان بلخي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کمېسيون په ٦٧مه غونډه کې، چې په افغانستان کې د رواني روغتيا بحران او د نشه يي توکو د استعمال د اختلال په اړه څېړنه کوي وويل، چې د هېواد ٥٠ سلنه وګړي په «رواني ناروغیو» اخته دي.

د بلخي په وينا، دغه چاره په افغانستان کې د خلکو د ژوند کيفيت اغېزمنولی شي. دا خلک د «رواني روغتیا ګډوډۍ» او د مخدره توکو څخه د کاروولو پر مسلې ډیر اثر کوي.

د مدیترانې لپاره د نړیوال روغتیا سازمان سیمه ایز مشر زیاته کړه چې؛ د ۲۰۲۳ څخه را په دې خوا د روغتیا نړیوال سازمان د اروپایی اتحادیې او د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر سره همکاري وکړي ترڅو د ۲۰ مرکزونو له لارې د رواني روغتیا او د مخدره توکو کارونکو خلکو ته د ۲۳ معلوماتي ټیمونو له لارې په ټول افغانستان کې خدمات وړاندې کړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې په دفتر کې د پالیسي تحلیل او عامه چارو مشرې جین لوک په دې غونډه کې وویل: « په افغانستان کې د نشه یي توکو له کروندګرو سره د بدیل معیشت د لارو چارو په برخه کې د کلکو تدابیرونو او ملاتړ ترڅنګ، د نشه یي توکو له کاروونکو سره د مرستې کولو د اساسي حل لارو ته د رسېدو لپاره اړینه ده.»

د «رواني روغتیا کړکېچ او د مخدره موادو کاورنې ګډوډي د افغانستان ټولنه فلج کوي» تر سرلیک لاندې دا غونډه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر، د اروپايي ټولنې په استازيتوب د افغانستان او په کابل کې د جاپان سفارت په ګډون جوړه شوه.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر رافایلا آیودیس هم په دې غونډه کې وویل چې، د نړۍ په کچه د رواني روغتیا او د نشه یي توکو د کارونې ګډوډۍ د مخنیوي په برخه کې د پانګونې لومړیتو په دې هېواد کې د ټولو ګډ مسوولیت دی.

د نوموړې په ​​وينا، دا مسئله د ډیرې اغېزمنتيا ترلاسه کولو لپاره ګډې هڅې ته اړتيا لري او د ميليونونو زيانمن شويو خلکو او د هغوى د کورنيو پر روغتيا او هوساینې ډېر اثر لري.

د دې غونډې په دوام په ويانا کې د نړيوالو سازمانونو لپاره د جاپان د دايمي استازي سلاکار نوبویوکي کيکوچي ټينګار وکړ چې، په افغانستان کې د نشه يي توکو او رواني روغتيا له ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د خلکو د روغتيا او خوښۍ د ټینګښت لپاره هر اړخيز اقدام او ګډون ته اړتيا ده.