سوداګري

طالبان د افغانیو د ثبات لپاره دیارلس میلیون ډالر لیلاموي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د افغانیو د ثبات لپاره دیارلس میلیون ډالر لیلام کوي.

دغه بانک په ټویټر له ټولو بانکونو، صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک وايي چې ګټونکي مکلف دي چې خپلې پیسې په نغدي ډول دغه بانک ته وسپاري.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې افغانستان سره د امریکا د څلویښتو میلیونو ډالرو کڅوړو د افغانیو ارزښت باثباته ساتلی دی.