سویلي آسیا

په هند کې د ځمکې له ښویېدو وروسته د سلو تنو د موندلو لپاره هڅې روانې دي

د هند په ماهاراشترا ایالت کې د ځمکې له ښویېدو وروسته د ۱۰۰ تنو د مړیو د موندلو لپاره عملیات لا هم دوام لري.

د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې د دې پېښې د تلفاتو شمېر ۲۶ تنو ته زیات شوی او لسګونه نور هم تر خاورو لاندې دي.

دوې ورځې مخکې په یوه لیرې پراته کلي کې د ځمکې ښویېدو او سخت ورښت ګڼ کورونه تر خاورو لاندې کړل او د جسدونو د راایستلو لپاره د پلټنې عملیات لا هم دوام لري.