نړۍ

د چین د بهرنیو چارو د وزیر یوه میاشتني نه لیدل کېدل د پوښتنې وړ شول

د بریتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې وایي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د خلکو په وړاندې د چین د بهرنیو چارو د وزیر یوه میاشتنی نه راڅرګندېدو له امله بیجنګ ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی دی.

رویټرز خبري آژانس په دې اړه لیکلي؛ وروستی ځل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر کین کانګ لیدل شوی د جون په ۲۵مه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې و.

تمه کېده چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جمیز کلورلي د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې بیجنګ ته سفر وکړې، خو ځینې سرچینې چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي رویټرز او بلومبرګ ته وویل چې دا سفر به د کین کانګ د بې درکه کېدو له امله وځنډول شي. دوې سرچینې د نوموړي بې درکه کېدل د کلورلي سفر د ځنډېدو لامل بللی او یوه یې دا یو لامل بللی چې چین ته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د سفر د نېټې د ځنډېدو سبب شو.

بلومبرګ رپوټ ورکړی چې د دواړو هېوادونو چارواکي د دې سفر لپاره د نوې نېټې د ټاکلو په حال کې دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د نظر ورکولو لپاره د رویټرز غوښتنې ته ځواب ورنه کړ.