نړۍ

ملګرو ملتونو له روسیې وغوښتل چې د تور سمندر له لارې د اوکراین د غَلو صادراتو ته اجازه ورکړي

د تور سمندر د غَلو له هوکړه‌لیک څخه د روسیې له وتلو وروسته، په ملګرو ملتونو کې د یو شمېر هېوادونو استازو له مسکوه وغوښتل ترڅو د اوکراین د غَلو صادراتو ته اجازه ورکړي.

د دغه تړون وخت د دوشنبې په ورځ پایته ورسېد او روسیې خبرداری ورکړ چې مسکو نه شي کولای د اوکراین د غَلو خوندیتوب تضمین کړي.

ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفیر مرستیال دیمیتري پولیانسکي وویل: «نن (دوشنبه) انقره، مینسک او لندن کې د روسیې د سفارتونو او همداراز د استانبول د قونسلګرۍ له لارې مو د ۲۰۲۳ د جولای په ۱۸ د تور سمندر نوښت د پایته رسولو لپاره د روسیې د دولت د پرېکړې په اړه رسمي یاددښتونه خپاره کړل.»

ملګرو ملتونو ویلي چې د روسیې دا اقدام «هر ځای کې اړمنو کسانو ته زیان رسوي.»

د پولنډ، جرمني او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران هغه کسان وو چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې راغونډ شول او د دغه تړون پر دوام یې ټینګار وکړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک وویل: «زه د نورو په شان له روسیې غواړم چې د وسلې په توګه له لوږې ګټه اخیستل ودروي. د ماشومانو تښتوول ودروي. د انسانیت لپاره د اوکراین پروړاندې خپله ناقانوني جګړه بس کړي.»

په همدې حال کې مسکو وړاندیز کړی چې که لوېدیځ هېوادونه د روسیې د غَلو او کیمیاوي سرې په صادراتو کې اسانتیا راولي، مسکو به هم د تور سمندر هوکړه‌لیک د بیا دوام په اړه فکر وکړي.ِ

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې د دغه سازمان تړون چې تېر کال د روسیې د توکو لېږد رالېږد د اسانتیا په موخه رامنځته شوی و، هم لغو شوی دی.

د تور سمندر هوکړه د ۲۰۲۲ په جولای کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب پر اوکراین د روسیې له یرغله څو میاشتې وروسته لاسلیک شوې وه. د دې هوکړې له مخې روسیې اوکراین ته اجازه ورکوله چې د لوږې له ناورین څخه د مخنیوي لپاره خپلې غَلې د تور سمندر له لارې ټولې نړۍ ته ولېږي.

اوکراین او روسیه په نړۍ کې د غَلو د سترو صادروونکو له ډلې دي.