افغانستان

په هېواد کې د لومړني جمهوري نظام د جوړېدو پنځوسمه کلیزه

نن د چنګاښ ۲۶مه ده، ۵۰ کاله مخکې په دې ورځ محمد داوود خان له پوځي کودتا وروسته، په افغانستان کې سلطنتي نظام پای ته ورساوه او په هېواد کې یې د لومړني جمهوري نظام بنسټ کېښود.

له دغې کودتا ۵۰ کاله وروسته د افغانستان وضعیت څه ډول دی او د دې کودتا پایلې د هېواد لپاره څه وې؟
افغانستان له سپینې کودتاه تر سپین بیرغ پورې.

د سردار محمد داوود خان په دې وینا سره په افغانستان کې د شاهي نظام له منځه لاړ.

د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په ۲۶مه چې د افغانستان پاچا ظاهر شاه د ایټالیا په سفر و، د هغه د تره زوی سردار محمد داوود خان پوځي کودتا وکړه، هغه کودتا چې د افغانستان په تاریخ کې د سپینې کودتا په نوم هم یادېږي.

پوځي کارپوه رحمت الله اندړ وايي: «حالات يې داسې جوړ کړل چې جمهوریت يې هم ډېر دوام ونه کړ، هماغه پوځ او د خلق دیموکراتیک ګوند چې د سردار محمد داوود خان ملګري وو، حکومت يې ور نسکور کړ او زموږ د هیواد حالات ورځ په ورځ خراب شول.»

له دې سره په افغانستان کې د دوه سوه کلن شاهي نظام لړۍ ته د پای ټکی کېښودل شو او داود خان په افغانستان کې د لومړي جمهوري نظام بنسټ ایښودونکی شو.

سیاسي کارپوه اختر محمد راسخ وايي: «د سیمې دښمنان د دې جمهوریت پر وړاندې غلي کینناستل، پوځي ډلې یې جوړې کړې او د هغې د نسکورولو لپاره لاس په کار شول.»

د سردار محمد داوود خان د ولسمشرۍ مودې له پنځو کلونو ډېر دوام ونه کړ، د تاریخي رواياتو پر بنسټ، داوود خان او د هغه د کورنۍ ۱۸ غړي د ۱۳۵۷ کال د ثور په اتمه د په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند په کودتا کې ووژل شول.

له هغه وروسته د سردار محمد داوود خان او د هغه د کورنۍ د ۱۸ غړو جسدونه د کابل ښار په ختیځه څنډه کې په یوه ډله ییز قبر کې وموندل شو.

پخوانی پوځي سرور نیازی وايي: «د ثور د اوومې له کودتا وروسته، د مجاهدینو کودتا او هر نظام او حکومت چې راغلی په زور او اکثریت يې راغلی، د افغانستان پر خلکو يې حکومت وکړ، له ۴۵ کلونو زیات کيږي چې افغانستان په جګړه کې ښکېل دی.»

د داود خان له وژل کېدو وروسته: نورمحمد تره کی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل، نجیب الله احمدزی، صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني، ملا محمد عمر، حامد کرزی، محمد اشرف غني او اوس ملا هبت الله هغه لس څېرې دي چې د افغانستان واګې یې په یو بل پسې په لاس کې واخیستې.

له دې ټولو سره سره د دغه پنځوسو کلونو په دوام کې افغانستان د کورنۍ جګړې په ګډون په څو نورو جګړو کې سقوط وکړ او په پای کې هم د سپینې کودتا پنځوس کاله وروسته افغانستان نن د طالبانو تر سپین بیرغ لاندې دی. هغه سپین بیرغ چې ظاهراً يې د نجونو او میرمنو لپاره ورځې تياره کړې دي.