روغتیا

په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي په اړه اندېښنې

د کابل په ترټولو مهم اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون ته په خوارځواکۍ اخته ماشومان آن د افغانستان له لیرې پرتو سیمو څخه راوړل کېږي. په روان کال کې درې میلیونه او دوه سوه زره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دی او په ډېری حالاتو کې ددې ناروغۍ له امله ماشومان ژوند هم له لاسه ورکوي.

په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د خوارځواکۍ څانګې مسوول آقا محمد شیرزاد وايي: «موږ په بستر کې ۳۰۰ ناروغان لرل او تراوسه ۲۵ مړه شوي دي.»

مژده یوه مور ده چې دوه نیم کلن زوی یې د درملنې لپاره له بغلان څخه دې ځای ته راوړی دی.

د بغلان اوسېدونکې مژده وايي: «زوی مې په خوارځواکۍ اخته دی چې وايي په وینه کې یې مکروب لیدل کېږي او نس ناستی هم لري.»

دغه روغتون ته په یوه ورځ کې ۵۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومان راوړل کېږي چې له دې جملې په منځني ډول درې ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.

د امیندارو مېرمنو سالمه تغذیه د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوی یو مهم لامل بلل کېږي.

اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د خوارځواکۍ څانګې مسوول آقا محمد شیرزاد وايي: «هغه مور چې امیندواره ده که ښه خواړه وخوري ولې داسې ماشوم نړۍ ته راوړي چې له خوارځواکۍ سره مخ وي؟»

خوارځواکي په داسې حال کې د افغانستان له ماشومانو قرباني اخلي چې د کورنیو د اقتصادي وضعیت په خرابېدو سره، دا ماشومان مناسب خواړه نه لري. د یونیسف د وروستي راپور له مخې په افغانستان کې له څلور کلنۍ کم عمره ۳۵ سلنه ماشومان د خوارځواکۍ له امله لنډې ونې، د ودې او بدني ستونزې لري او ۴۵ سلنه مېرمنې هم د مناسبو خوړو د نشتوالي له امله له ۱۵ تر ۴۹ کاله عمر کوي.