سوداګري

د بهرنیو سیلانیانو د پام وړ کموالی او د بامیان پر ځايي اقتصاد یې اغېزه

A hotel in the city of Bamiyan, Afghanistan. July 8, 2023.

د بامیان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې بهرنیو سیلانیانو حضور صفر ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې، هوټل لرونکي په دې ولایت کې د هوټلونو د کاروبار له پرځېدو شکایت لري.

اصغر یوسفي په بامیان ولایت کې هوټل لري. هغه وايي چې د پخوا په پرتله د بهرنیو مېلمنو حضور کم شوی دی او ډېری ورځې یې هوټل تش وي.

د غلغله هوټل مسوول اصغر یوسفي وویل: «سازمانونو په تېرو کلونو کې (په هوټل) کې ډېرې غونډې جوړولې، خو سږ کال په یوه میاشت کې په سختۍ سره یوه یا دوې پېښې لرو. په داسې حال کې چې موږ په اونۍ کې دوې تر درېیو غونډې جوړولې.»

د بامیان ولایت یو بل اوسېدونکی وحیدالله چې بودا ته نږدې هټۍ او مېلمستون لري وايي چې په تېرو کلونو کې یې کاروبار ښه و، خو له دوو کلونو راهیسې یې بهرني پېردونکي له لاسه ورکړي دي.

وحیدالله وویل: «له کله چې موږ دلته یو، بهرني سیلانیان مو نه دي لیدلي. سیلانیان د جمهوریت پر مهال زیات وو، خو اوس په دوو میاشتو کې هم یو بهرنی سیلانی نه راځي.»

د بامیان یو اوسېدونکي محمد علي وايي: «ما (د طالبانو له واکمنېدو راهیسې) هېڅ بهرنی سیلانی نه دی لیدلی. مخکې د جمهوریت حکومت پر مهال ډېر سیلانیان راتلل، خو اوس کم شوي دي.»

د غلغله بازار هټیوال هم د کاروبار له پرځېدو شکایت لري او وايي چې د بهرنیو سیلانیانو په کمېدو سره یې کاروبار هم پڅ شوی دی.

بامیان د تاریخي او کلتوري جاذبو په لرلو هر کال د لسګونه بهرنیو سیلانیانو شاهد و، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته سږ کال دا ولایت د بهرنیو سیلانیانو او کاروبار له نشتونه شکایت لري.