سویلي آسیا

د پيسو له نړیوال صندوق څخه د پاکستان غوښتنه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن چهارشنبه اسلام‌اباد کې د ناستې پرمهال وویل چې هیله‌من دی د پیسو نړیوال صندق پلاوی د پاکستان لپاره لنډمهاله درې میلیارد ډالري بسته تصویب کړي.

له اتو میاشتو خبرواترو وروسته دواړو لوریو د تېرې جمعې په ورځ د کارکوونکو په کچه یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، ترڅو د پورونو د وخت له پایته رسېدو مخنیوي وکړي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي: «انشاءالله د پیسو نړیوال صندق د مدیریت پلاوي له خوا وروستی تصویب د جولای میاشتې پر ۱۲ نېټه ترسره کېږي. د کارکوونکو په کچه هوکړه له وړاندې شوې ده. ما مخکې جزییات وړاندې کړي چې دلته یې بیا نه تکراروم. خو وایم، چین د سختۍ په وخت کې زموږ لاسنیوی کړی دی.»

شهباز شریف همداراز له خپلو مخکینیو متحدینو چین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د پیسو له نړیوال صندق سره د پاکستان دولت د مذاکرې په وخت کې، د دوی له ملاتړه مننه وکړه.

د پاکستان دولت د پیسو نړیوال صندق مالي مرستې ته سخته اړتیا لري ترڅو د پورونو له ناورین څخه مخنیوی وکړي. په داسې حال کې چې پاکستان له داسې اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې له بې‌مخینې ګرانۍ څخه کړېږي او په تېره میاشت کې د ګرانۍ کچه ۳۸ سلنه وه.