افغانستان

د پاسپورتونو د وېش بهیر له درېدو د جوزجان د اوسېدونکو شکایت

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت عامو وګړو ته د پاسپورتونو د وېش بهیر درېدلی او یوازې د ناروغانو ته پاسپورت ورکول کېږي.

دغه اوسېدونکي ادعا کوي، چې که څه هم د پاسپورت کتابچې شته، خو طالبان يې خلکو ته نه ورکوي.

دیبا انوري په جوزجان کې یوه محصله ده، چې غواړي د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره بهر ته ولاړه شي، خو طالبانو د عامو خلکو پر مخ د پاسپورتونو د وېش بهیر بند کړی.

اغلې انوري هره ورځ د جوزجان د پاسپورټ دفتر ته مراجعه کوي، خو تر اوسه د پاسپورت په ترلاسه کولو نه ده بریالۍ شوې.

دیبا انوري وايي: «د پاسپورتونو د وېش بهیر ډېر پڅ دی او یوازې ناروغانو ته پاسپورت ورکول کېږي. هغوی هم څو میاشتې په تمه کېږي ترڅو د بایومتریک وار یې راورسېږي. زموږ غوښتنه داده چې د پاسپورت د وېش بهیر دې په ټولو ولایتونو کې اسانه او چټک شي.»

د دیبا په څېر د جوزجان زرګونه اوسېدونکي د پاسپورت له اخيستو بې‌برخې شوي.

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د پاسپورت اخيستل د هر وګړي حق دی او طالبان باید په دې برخه کې ستونزې جوړې نه کړي.

د جوزجان یوه بله اوسېدونکې محبوبه وايي: «موږ د طالبانو له حکومته غواړو چې د پاسپورت د وېش بهیر د ټولو وګړو لپاره پرانیزي. که موږ وغواړو چې پاسپورت واخلو باید کابل ته ولاړ شو، خو ځینې خلک بیا دا وس هم نه لري چې کابل ته ولاړ شي.»

د جوزجان اوسېدونکی سلطان محمد هم باوري دی: «د پاسپورت د وېش بهیر د ناروغ لرونکو لپاره روان دی او د نورو وګړو لپاره درېدلی دی. موږ له اسلامي امارته (طالبانو) هیله کوو چې ټولو ته د پاسپورتونو وېش پیل کړي.»

طالبانو ونه‌غوښتل په دې اړه آمو ټلویزیون ته ځواب ورکړي.

د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په غبرګولي کې د طالبانو د پاسپورت عمومي ریاست اعلان وکړ چې درې میلیونه پاسپورتونه په لیتوانیا کې چاپ او پیسې یې دغه هېواد ته ورکړل شوې دي. خو تر اوسه په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش ستونزه نه ده هواره شوې.

په کابل کې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره بايد میاشتې انتظار وشي. خو د دې مودې تر پایه امکان لري دیبا انوري د تل لپاره د زده‌کړو د دوام فرصت له لاسه ورکړي.