افغانستان

د ایران د پوله‌ساتونکو په ډزو کې د ۵ افغانانو د مړینې خبر پروړاندې د دغه هېواد غبرګون

طالبان وايي چې د هېواد په لوېدیځ کې پنځه تنه افغانان د ایراني پوله‌ساتونکو په ډزو وژل شوي دي.

د طالبانو د درېیم سرحدي کنډک ویاند په دې اړه وايي چې دغو کسانو غوښتل په قاچاقی توګه ایران ته ولاړ شي او ایراني پوله‌ساتونکو ډزې پرې کړې دي.

د دغې پېښې د کره ځای په اړه معلومات نشته، خو د طالبانو په وینا دا پېښه شنبه شپه شوې او په وژل شویو کې یوه ښځه هم شته ده.

په همدې حال کې تسنیم خبري اژانس د فراجا سرحدي قومانداني ټولنیز او کلتوري مرستیال رضا شیرواژن له قوله لیکلي، چې په ټولنیزو رسینو کې د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو له خوا د وژل شویو افغانانو تصویرونو خپرول د ځینو ناوړه رسنیو شیطنت دی.

هغه زیاته کړه: «تېره ورځ له افغانستان سره د ایران اسلامي جمهوریت په ګډه پوله کې د ایران اسلامي جمهوري پوله‌ساتونکو او سرحدي متجاوزینو ترمنځ هېڅ ډول وسله‌واله نښته نه ده شوې.»

د ایران دغه سرحدي چارواکي وویل: «له څو ساعتونو مخکې په مجازي فضا کې یو تصویر د خپرېدو په حال کې دی او د هغه په مرسته اشاره کېږي چې په دې تصویر کې په ځمکه غورځېدلي جسدونه د یو شمېر افغانانو اړوند دي چې د ایران اسلامي جمهوري د ځواکونو له خوا په پوله کې د غیرقانوني تېرېدو پر مهال وژل شوي البته چې دا موضوع ناسمه ده.»