افغانستان

افغانستان د اتم ځل لپاره په نړۍ کې تر ټولو کم ثباته هېواد وپېژندل شو

FILE PHOTO: Taliban soldiers stand in front of a sign at the international airport in Kabul, Afghanistan, September 9, 2021. WANA (West Asia News Agency) via REUTERS/File Photo

افغانستان اوس هم سختې ورځې شا ته پرېږدي، هم له سیاسي او امنیتي پلوه او هم له اقتصادي.

هغه هېواد چې د اقتصاد او سولې د مطالعاتو انستیتیوت په ۱۷ کلن راپور کې د اتم ځل لپاره هم د ټيټې کچې سولې او ارامۍ لرونکي هېواد په توګه پیژندل شوی. په دې درجه بندۍ کې تر افغانستان وروسته یمن، سوریه او جنوبي سوډان ځای لري.

د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان د وسله والو نښتو د کموالي شاهد دی، خو لا هم د طالبانو او د داعش خراسان څانګې ترمنځ د جګړې د سختېدو احتمال شته.

پخوانی سرتیری محمد رادمنش وايي:
“د ترهګرۍ پر وړاندې د طالبانو د اغېزمنې مبارزې نشتوالي او په هېواد کې د پاکستاني طالبانو ځای پر ځای کېدل افغانستان د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د سیالۍ په ډګر بدل کړی او شونې ده چې داعش په راتلونکي کې په سیمه او نړۍ کې د یوه ګواښونکي او ننګونکي ځواک په توګه راڅرګند شي.”

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په راپور کې راغلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د وسله والو جګړو له امله مرګ ژوبله په سلو کې ۹۰ سلنه کموالی ښيي، خو د دغه راپور پر بنسټ د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم ناڅرګند دی او د افغانستان موقعيت نه دی بدل شوی.

د دغه راپور په دوام افغانستان له اوکراین وروسته د تاوتریخوالي تر ټولو لوړ اقتصادي لګښت له پلوه دويم هېواد ښودل شوی چې د دې لګښت اندازه په سلو کې د ناخالص کورني عاید له ۳۰ سلنې تر ۴۶,۵ سلنې پورې ده.

قیس محمدي اقتصادي کارپوه په دې اړه وايي:
“په افغانستان کې بې ثباتي د دې لامل شوې چې پرله پسې څو کلونه افغانستان ونه توانیږي چې په خپل ظرفيت ناخالص کورني توليدات سل په سلو توليد کړي، دا په دې مانا چې ناخالص کورني توليدات تل له خپل ظرفیت څخه تر ۵۰ سلنې ډېر کم دي او نه دی توانېدلی چې توليدات ولري.”

طالبانو د اقتصاد او سولې د انستیتوت د نوي راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د دغه راپور له مخې آیسلنډ، ډنمارک او ایرلنډ د نړۍ درې تر ټولو امن هېوادونه دي.