سوداګري

ملګري ملتونه: مراکشي ملخان به د افغانستان ۲۵ سلنه غنم له منځه یوسي

مراکشي ډوله ملخانو د ۱۴۰۱ کال له کب میاشتې راهیسې، د اتو ولایتونو پر کرنیزو ځمکو یرغل وروړی دی.

تراوسه د بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان، سرپل، تخار، هرات او غور ولایتونه د ملخانو له یرغل سره مخ شوي دي.

د ملګروملتو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د خوراکي خوندیتوب په موخه، د بیړنۍ بودیجې غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې ددغه سازمان استازی وايي که ددغو ملخانو مخنیوي ته پام ونه شي، په راتلونکي کال کې به یې شمېر سل برابره زیات شي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازی ریچارد ترنچارد وویل: «هغه کار چې موږ یې باید ترسره کړو دا دی چې ډاډمن شو راتلونکی کال د لابدې ماتې شاهدان نه وو.»

یو شمېر کروندګر وایي چې سږ کال ملخانو د دوی کرنیز حاصلات له منځه وړي دي.

نجیب الله یو کروندګر دی چې ملخانو یې په درې سوه جریبه ځمکه کې کرنیزو حاصلاتو ته زیان رسولی دی.

له دې مخکې هم د خوړو او کرنې سازمان راپور ورکړی چې د ملخانو یرغل ښایي په افغانستان کې د ۴۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو میلیون او دوه سوه زره ټنه کرنیز حاصلات له منځه یوسي.

ملخان کولای شي له ۵۰ تر ۲۵۰ کیلومترو الوت وکړي او کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ کړي.