افغانستان

اشرف غني: طالبان د خپلو بیړنیو ګټو لپاره، د افغانستان طبیعي شتمنۍ لیلاموي

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل اختریز پيغام کې وايي، ملي ثبات به له طالبانو پرته رامنځته نه شي.

نوموړی وايي، دایمي سوله او ثبات به هغه مهال رامنځته شي چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو چلند له هغوی سره په صادقانه توګه وڅېړل شي او د هغه څه په اړه چې ترسره شوي اعتراف وشي.

هغه وايي، «غچ اخیستو» هېوادوال کړي دي.

مخکینی ولسمشر ټینګار کوي چې اوس باید هڅه وشي ترڅو باور زیات شي.

هغه وايي چې ښايي اکثره طالبانو دا درک کړې وي چې «تلپاتې امنیت ته رسېدل ملي غوښتنه ده او که پوره نه شي، د پایلو مسوولیت به یې د دې ډلې پرغاړه وي؛ خو دغې موخې ته د رسېدو لپاره، باید طالبانو لومړی له ځان، زموږ له سپېڅلي دین اسلام چې د تاوتریخوالي مخالف دی او وروسته له افغان ولس سره سوله وکړي.»

مخکیني ولسمشر همداراز د طالبانو پر سیاستونو نیوکه وکړه. هغه وویل، د طالبانو ټول سیاستونه او کړنې د اسلام دین خلاف دي.

ښاغلی غني وايي چې «طالبانو د مجازاتو او مکافاتو الهي حق له ځان سره اخیستی او د اسلام په نوم یې د خلک حقونه ترې اخیستې دي.»

نوموړی ادعا وکړه چې طالبانو د افغانانو طبیعي شتمني «لیلام» کړې ده.

د هغه په وینا بهرني هېوادونه حق نه لري، په افغانستان کې د یوه «مشروع حکومت» په نشتوالي کې، د افغانستان زېرمې ورسره یوسي.

محمد اشرف غني زیاته کړه، هغه درد چې افغانان یې د ننه په هېواد کې ګالي، په نورو هېوادونو کې هم هماغه درد زغمي.

ښاغلی غنی له هېواده بهر افغان پناه‌غوښتونکو غواړي چې خپل د استازیتوب حق «یوې کوچنۍ نفاق اچوونکې کړۍ» ته ونه‌سپاري.

هغه زیاته کړه: «تاسو باید د یوه فکر جوړوونکي شئ ترڅو له دې وضعیت څخه راووځو؛ له نېکه‌مرغه تاسو ډېر فرصتونه لرئ چې په بهر کې او دننه د خپلې ټولنې په ګټه کار ترې واخلئ. یوه له دغو لارو په مجازي فضا کې پر ډیجیټل کولو او پر یوه بل افغانستان کار کول دي.»

نوموړي پرته له دې چې په ځانګړي ډول د چا نوم واخلي «جګړه ماران» په فساد او بې‌وسۍ تورن کړل او زیاته یې کړه: «نه غواړم له جګړه مارانو سره یو ګام هم واخلم.»

د هغه په وینا د طالبانو سیاسي کمزوري او د ځینو افغان سیاستوالو «فکري نیمګړتیا» روښانه کړه چې د «افغانستان د موضوع» هوارول د هغوی له وړتیا لوړه ده.

ښاغلی غني چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ په چورلکې سره له افغانستان ولاړ، وايي چې اوس‌مهال چمتو دی پرته له دې چې څه وغواړي د افغانستان د اوسني وضعیت د سمون لپاره د «درېیمې حل‌لارې نقشې» د جوړولو او «مشروع نظام» ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلی غني وايي که څه هم طالبانو نسبي امنیت ټینګ کړی، خو په تاوتریخوالي یې لاس پورې کړی دی.

هغه وايي چې طالبانو د دایمي سولې پر ځای د «منفي» امنیت لار غوره کړه چې د ښاغلي غني په وینا، دا یوه لاسته راوړنه نه ده.

د هغه په وینا، د طالبانو له خوا «منفي امنیت» هغوی د افغانستان او نړۍ پروړاندې راوستي دي.

نږدې دوه کاله مخکې، کله چې طالبان د کابل دروازو ته راورسېدل محمد اشرف غني له یو شمېر نورو نږدې کسانو سره یې له افغانستانه ولاړ. یو شمېر افغانان ښاغلي غني ته د افغانستان د پرېښودو له امله د «تښتېدلي» خطاب کوي.

مخکینی ولسمشر په تېرو دوو کلونو کې څو ځله په بېلابېلو مناسبتونو د پیغامونو په خپرولو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خپل لیدلوری شریکوي.