افغانستان

د امریکا خارجه وزارت: د طالبانو مشروعیت له افغان مېرمنو سره د دوی پر چلند پورې تړاو لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وانټ پاټل په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو مشروعیت له افغان مېرمنو سره د هغوی له چلند سره تړلی دی.

نوموړي ويلي، ترڅو چې د افغانستان نیمايي ټولنه د نیمې نورې په شان له برابرو حقونو برخمنه نه شي، نه یوازې د دغه هېواد د شاته پاتې کېدو لامل کېږي، بلکې د نړیوالې ټولنې له خوا د هغوی د په رسمیت پېژندلو مخه هم نیسي.

پاټل څرګنده کړه: «موږ لا هم داسې ابزار په واک کې لرو چې طالبان ځواب ویلو ته اړ باسو. مخکې مې هم ویلي، چې دا د ښځو او نجونو پروړاندې د طالبانو چلند پورې تړلې ده. دا د نړیوال مشروعیت او منل کېدو لپاره د هغوی د اعلان شوې غوښتنې مهمه برخه ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غواړي، چې ژرترژره د ښځو پروړاندې خپلو سیاستونو ته بدلون ورکړي.

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ښځې له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوې دي، په نادولتي بنسټونو کې د کار له بندیزه نیولې د زده‌کړو تر دوامه.