افغانستان

نجونې محصلینې: د پوهنتونونو په تړلي پاتې کېدو سره روښانه راتلونکی نه لرو

عکس از آرشیف

هغه سخت وضعیت چې نجونې محصلینې یې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې زغمي.

د تېر کال له لیندۍ میاشتې راهیسې د پوهنتونونو دروازې د دوی پرمخ تړلې دي. د هرې یوې دغې نجلۍ د ژوند کیسه له درد او ناهیلۍ ډکه ده.

زده کړه چې د انسان تر ټولو لومړنی حق ګڼل کېږي، اوس یې دوام د نجونو لپاره لویه هیله شوې ده.

یوویشت کلنه بصیره محمدي چې د کابل پوهنتون په انجینرۍ پوهنځي کې په زده کړو بوخته وه، د زده کړو دوام یې د طالبانو د مشرتابه د تصمیم قرباني شو.

یوه محصله بصیره محمدي وايي: «چمتو وم ټوله شتمني را څخه واخلي، له درس پرته.»

دغه نجونې محصلینې وايي، اوس په بشپړ بې برخلیکه وضعیت کې ژوند کوي او راتلونکی یې تیاره دی.

دا محصلینې له نړیوالې ټولنې غواړي چې باید د طالبانو د توپیري سیاستونو په وړاندې د بیانیو او فرمانونو په صادرولو بسنه ونه کړي.

یوه بله زده کړیاله سهیلا حمید وايي: «نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو په اړه جدي دریځ غوره کړي او باید د بیانیو او فرمان په صادرولو بسنه ونه کړي.»

طالبانو نه یوازې د افغان نجونو او ښځو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې وتړلې، بلکې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم د زده کړو اجازه نه ورکوي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې طالبانو ۵۰ حکمونه صادر کړي چې له مخې یې یا د افغان نجونو او ښځو حقونه ترې اخیستل او یا هم محدود شوي دي.

د ملګروملتونو سازمان او امریکا ویلي، ترهغه چې طالبان د ښځو حقونو ته درناوی ونه کړي، د نړیوالې ټولنې له خوا به په رسمیت ونه پېژندل شي.