ښځې

افغانستان د سوداګرو مېرمنو لپاره تر ټولو بد هېواد

نړیوال بانک د نړۍ د یوولسو هغو هېوادونو چې د سوداګرو او هغو مېرمنو چې کاري زمیني برابرولو مناسب شرایط نه لري تازه نوملړ خپور کړی او افغانستان په دې نوملړ کې دی.

دغه بانک د «په ۲۰۲۳ کال کې ښځې، سوداګري او قانون» تر سرلیک لاندې راپور کې افغانستان داسې هېواد بللی چې د ښځو سوداګري او د دوی د سوداګرۍ لپاره شرایط ورځ تر بلې په خرابېدو دي.

نړیوال بانک په دې راپور کې د افغان نجونو او ښځو لپاره لګول شويو محدودیتونو ته چې د طالبانو له خوا لګول شوي اشاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو فرمانونو او حکمونو د ښځو ژوند په نښه کړی دی.

په دې راپور کې راغلي چې د ښځو سفر او د کار او خپلې سوداګرۍ د ودې لپاره د دوي وړتیاوې سختې محدودې شوې او پر افغانستان د طالبانو بیا ځلې واکمنۍ د خلکو په تېره بیا ښځو پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

نړیوال بانک د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او کار لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې ددغو محدودیتونو لګولو د ښځو توانمني کمزورې کړې، که څه هم په افغانستان کې د ښځو اقتصاد په تېرو وختونو کې هم دومره ښه نه و، خو له دوو کلونو راهیسې دا وضعیت لاخراب شوی دی.

نړیوال بانک په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار د طالبانو د منفي سیاستونو د اغېز خبره کړې چې طالبانو په ځلونو ادعا کړې، له سوداګرو مېرمنو ملاتړ کوي.

نړیوال بانک په خپل راپور کې لیکلي: «ناسمو سیاستونو، تاوتریخوالي، جګړې، جنسیتي تبعیض او په ادارو او بنسټونو کې بې ثباته وضعیت د ښځو پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی او افغانستان یې د هغو هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې تر ټولو کم عاید او ټیټ اقتصاد لري.»

په دې راپور کې راغلي چې افغانستان د ۳۱،۹ نمرې په لرلو له یمن او سوډان وروسته د سوداګرو مېرمنو لپاره تر ټول بد هېواد دی.

له بله پلوه، په کابل کې یو شمېر سوداګرې مېرمنې وایي چې کوچني کاروبارونه چې لري د ځوړتیا او له منځه تلو په حال کې دي او د ورځې له سلو کم عاید نه لري.

په دې راپور کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو بیاځلې واکمنۍ د خلکو په تېره بیا ښځو پر اقتصاد منفي اغېز کړی او طالبانو تراوسه دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه ولګول، په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د کار مخنیوی، د ملګروملتونو د ښځینه کارکوونکو د فعالیت منع کول، د افغان نجونو پرمخ د پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو تړل ددغو محدویتونو ځینې برخې دي.