نړۍ

د ایران او عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو خبري ناسته

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ په یوه ورځني سفر تهران ته ولاړ او له خپل ایراني سیال سره یې ولیدل.

ویل کېږي، د فیصل بن فرحان د ویناځای پر سر د ایران د سپاه پاسداران د قدس برخې د مخکیني قوماندان قاسم سلیماني انځور د دې لامل شو چې د سعودي عربستان پلاوی د دوه اړخیزه خبري ناستې د ځای بدلون غوښتنه وکړي، خو دا موضوع د دې لامل نه شوه چې دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو له ښه‌ کېدو ستاینه وکړي او د لا پراختیا غوښتنه یې وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وايي: «غواړم د سیمې په ځانګړې توګه د سمندري او سمندریزو لارو د امنیت په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ او له دې د ډاډ لپاره چې سیمه د ټولیزې وژنې له وسلو تشه ده د ټولو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړم.»

ځینو خبري اژانسونو په تېرو میاشتو او اونیو کې د اړیکو د پیل لپاره د عربستان او اسراییلو د غیرمستقیمو خبرواترو خبر ورکړی، خو ټینګار یې کړی چې عربستان د دې کار لپاره فلسطینیانو ته د ډېرو امتیازونو غوښتونکی دی. ایران هم اسراییل په رسمیت نه پېژني او له منځه تلل یې غواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي: «په دې برخه کې په یوه نظر یو چې د فلسطین د مسلې حل په اسلامي نړۍ کې یوه اساسي او لومړیتوب لرونکې موضوع ده او ریاض او تهران یې په اړه یو ډول نظر لري.»

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران له ولسمشر څخه غوښتي چې د سعودي عربستان د پاچا او ولیعهد په بلنه په نږدې راتلونکي کې دغه هېواد ته سفر وکړي.

دواړه هېوادونه له ۹ کلونو راهیسې یمن کې په یوه نیابتي جګړه کې ښکېل وو؛ خو اوس د دوی د اړیکو ښه‌والی په یمن کې د کړکېچ د کمېدو لامل شوی او په تېرو اتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره یوه ډله کسان له یمن څخه د حج په موخه عربستان ته تللي دي.

له یمن څخه د حج زیارت کوونکی مسعد الصوفي وايي: «کله چې د صنعا هوايي ډګر پرانیستل شو احساس مو کړ چې موږ هم د نړۍ یوه برخه یو. د نړۍ ټول خلک د هوا له لارې د تګ راتګ حق لري؛ خو موږ څو کاله ترې بې‌برخې وو.»

له ۲۰۲۲ کال راهیسې په اونۍ کې یوازې یوه الوتنه له صنعا څخه د اردن پلازمېنې عمان ته کېده او له هغې مخکې یوازې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند الوتکو صنعا ته د الوتنې اجازه لرله.