Uncategorized @ps افغانستان

کندهار کې د کانونو د استخراج بدل کې د دوو سړکونو رغول

د کندهار د شمال شاوليکوټ او خاکريز ولسوالیو ترمنځ دره نور سيمه کې، د زاهدانو په نوم د «جستو او سرپو» کان د لومړي بلاک د استخراج چارې د پنځو کلونو لپاره یوه خصوصي شرکت ته چې دواطلبي يې ګټلي وه، وسپارل شو.

په کندهار کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس وایي، د کان د ایستلو په بدل کې به دغه شرکت د زابل له شهر صفا ولسوالۍ تر مرکز کلات پورې ۷۲ کيلومتره سړک په اساسي ډول رغوي.

کندهار کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس عبدالحنان حامد وايي: «دغه کان چې د ایستلو په بدل کې یې له شهر صفا تر کلات پورې د ۷۲ کيلو متره او ۲۰۰ متره سړک جوړېږي لومړني کارونه یې مخکې پيل شوي دي.»

اخوا، د قرادادي شرکت مسوول رحيم الله وايي: «موږ به ددغه کان استخراج په سمه توګه وکړو او په بدل کې به یې سړک جوړوو او هغه کار هم په پوره ایماندارۍ او صداقت سره کوو.»

د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ ددغه ولایت تر خاکرېز، نېش او بيا د ارزګان تر دهراود ولسوالۍ پورې ۱۷۰ کيلومتره سړک، چې په همدې ولایت کې د بي بي ګوهري په نوم د سرپو او جستو کان د ایستلو په بدل کې په قرارداد ورکول شوی کار یې روان دی.

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، د پرمختیايي پروژو کارونه درېدلي دي، په داسې حال کې چې د سیمې اوسېدونکي ددې پروژې له عملي کېدو خوښ ښکاري، خو په دې کار کې د روڼتیا غوښتونکي دي.

دا مهال په کندهار کې د سمنټو، مرمر ډبرو، سرپو او جستو د کانونو د استخراج بهير روان دی.