ورزش

ننګرهار کې د فوټبال لوبغاړي د لوبغالیو له نشتوالي شکایت لري

لوبغاړي وایي، د مسوولینو د بې غورۍ له امله د ښار په عمومي تفریح ځایونو کې تمرینات کوي چې دې کار سره لوبغاړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یو لوبغاړی محب الله وايي: «دلته معیاري لوبغالي نشته یوازې د شېرزي لوبغالی دی، کله یې چې زړه وي پرېږدي مو او که یې زړه نه وي نه مو پرېږدي.»

په ننګرهار کې د فوټبال روزونکي هم د لوبغالیو نشتون لویه ستونزه بولي او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د فوټبال روزونکی احمد ذهیب ساپی وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې ننګرهار ته هم لږ پام وکړي د افغانستان فوټبال فدراسیون او نورې ادارې باید لوبغاړو ته لوبغالي جوړ کړي.»

خو په دې ولایت کې د فوټبال فدراسیون مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې د لوبغاړو لپاره به د لوبغالیو ستونزې حل کړي.

خو د ننګرهار د فوټبال فدراسیون رییس احمدالله ساپی بیا وايي: «موږ په ننګرهار کې کافي ورزشي لوبغالي لرو خو بیارغونې ته اړتیا لري دلته درې رسمي لوبغالي شته چې یو یې د فوټبال دی چې رسمي لیګونه او تمرینات پکې کېږي.»

د فوټبال لوبغاړي وایي، که یې د سپورتي لوبغالیو ستونزه حل شي نو ښه تمرین به ولري او دا لوبه به وده وکړي.