نړۍ

اردوغان د ولسمشرۍ د یوې بلې دورې لپاره لوړه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېرې اونۍ په ټاکنو کې له بیا بري وروسته، د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ د نوې دورې لپاره لوړه وکړه.

اردوغان د ترکیې په پارلمان کې د لوړې د مراسمو پرمهال وویل: «زه د ولسمشر په توګه د ترکیې د ولس او لوی تاریخ په وړاندې په خپل عزت او شرافت لوړه کوم چې د خپل هېواد له بشپړتیا او خپلواکۍ ساتنه وکړم.»

اردوغان د مې په ۲۸مه د ټاکنو په دوهم پړاو کې ۵۲،۲ سلنه رایې ترلاسه کړې.

په ټاکنو کې د هغه بری له ډېری نظرسنجیو سره ناسم ثابت شو. ویل کېدل چې د اقتصادي ناورین، د ژوندانه د لګښتونو د زیاتوالي او د دې هېواد له وروستۍ زلزلې وروسته، د اردوغان محبوبیت کم شوی دی، خو سره له دې نوموړی په ټاکنو کې بریالی شو.

په پارلمان کې د لوړې له ترسره کولو وروسته به په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ناټو د عمومي منشي ینس ستولټنبرګ په ګډون نړۍ د ۷۸ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د چارواکو په ګډون مراسم ترسره شي.

د ترکیې د دولتي خبري آژانس انادولو د رپوټ له مخې، د وینزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو، د مجارستان لومړی وزیر ویکتور اوبان او د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.